کرهڼه پوهنځي

 کرهڼه پوهنځی د هلمند پوهنتون په چوکاټ کي لومړنی پوهنځی ده، چي په ۱۳۸۷ لمریز کال کي تاسیس سوه. تر دې مهاله اګرانومي،کرنیز اقتصاد او ترویج،  بڼوالۍ او حیوانی علومو په څانګو کښې د لیسانس تر کچي خپلی ټولني ته په پوهي سمبال ځوانان د چوپړ لپاره وړاندي کوي، چی تدریسي چاري یې د لیسانس ، ماسټر او دوکتور استادانو لخوا سرته رسيږي .

یاده پوهنځی ټول ۳۰ تنه رسمي استادان لري، چي د هغه له جملي  يي ۲ تنه دوکتور، ۱۹ تنه ماسټر، ۲ تنه لیسانس او د ۴ تنو دوکتورا او  ۳ تنو د ماسټرۍ پروګرام جریان لري، چي د نړۍ په ګڼو هیوادونو کي زده کړي کوي.

یاده پوهنځي تر دا مهاله دولس دورې مختلفو څانګو کي ټول ۱۰۰۶ تنه فارغین ورکړي، چي د هیواد په مختلفو ادارو او پوهنتونونو کی د کدری استادانو او اداری کارمندانو  په حیث په دندو ګمارل سوي دي.په کادري بستونو کي د استادانو ګمارنه؛ هلمند پوهنتون ، زابل پوهنتون ، ارزګان پوهنتون ، او همدارنګه په اداری برخو کی د کرهڼي او مالدارۍ ریاست ، چاپيريال ساتني رياست ، د کرهڼي انستیتوت ، د پوهني رياست  او ګڼو غیري دولتي مؤسساتو کي په دندو بوخت دي.

موخه (GOAL)

د معیاري علمي بهیر په رامنځته کولو سره ټولني ته په وړتیا سمبال کادرونه وړاندي کول او د همدې علمي کادرونو په مټ د کروندګرو په اقتصادي وضعیت کي غوره والی راویستل ترڅو د هیواد د کرهڼیزي ټولنيد ودي او پرمختګ سبب وګرځي

لرلید (VISION)

کرهڼيزي ټولني ته په ودي او پرمختګ سره د محل او هیواد په کچه د بې کارۍ سطحه ټیټول او د هیواد ملي اقتصاد پیاوړی کول، ترڅو نړیوالتوب  پروسې ته د ورننوتو په وړاندي د ټولو ننګونو سره د مقابلې ځواک رامنځته سي

رسالت (MISSION)

د پوهنځی په چوکاټ کي د زده کړواو علمي څېړنو یو داسي چاپیریال چي عصري ټکنالوژي او د ورځنیو چارو د ښه ترسره کیدلو ټولي اکاډمکي اسانتیاوي لکه لابراتوارونه، نوي چاپ سوي کتابونه، علمي مقالې او څېړنیز امکانات ولري رامنځته کول.