په هلمند پوهنتون کي د تعليم الاسلام کتاب سيالۍ د پايلو اعلان غونډه کي لسګونو محصلانو ته ارزښتناکي جايزې ورکړل سوې.

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۱:۲۰
غونډه


نېټه: ۱۴۴۶/۷/۷ هـ ق

نن چهار شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د تعليم الاسلام کتاب سيالۍ د پايلو د اعلان غونډه ترسره سول، چي په نتيجه کي یې لسګونو ګټونکو محصلانو ته جايزې ورکړل سوې.

په غونډه کي چي د پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست، ډاکټر سمیع الله سعید، مفتي صدیق الله همت، د پوهنځیو رئیسانو، منسوبینو او استادانو ګډونو کړی وو، د پیل وینا د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد دوست وکړل. هغه د سیالۍ ټولو ګډونوالو او په ځانګړي ډول ګټونکو ته مبارکي وویله او دا ډول سیالۍ یې د محصلانو د هڅوني او د علمي ظرفیت د لوړولو لپاره مهمې وبللې.

نوموړي محصلانو ته د زده‌کړي په برخه کي د دوامداره هڅي او مطالعې سپارښتني وکړې.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مفتي صدیق الله همت هم په خپلو خبرو کي د سیالۍ په بریالیتوب خوښي څرګنده کړه او د دې ډول پروګرامونو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه وویل چي په دې سیالۍ کي د محصلانو پراخ ګډون د هغوی د تعلیمي ذوق او لېوالتیا ښودنه کوي او د ورته تعلیمي او علمي فعالیتونو د دوام اطمینان یې وړاندي کړ.

د غونډي په وروستي کي ۲۲ تنوغوره ګټونکو محصلان ته کمپیوټران او یو شمېر نوري ارزښتناکي ډالۍ ورکړل سوې.

غونډه په دعائيې سره پای ته ورسېدل

 

تازه خبرونه

چهارشنبه, جولای 01 2026 2:01 PM
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه, جون 15 2026 5:21 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه شنبه, جون 09 2026 10:59 AM
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS