.په هلمند پوهنتون کي د فاضلان د عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازمویني پیل سوې

helmand@123
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۵:۲۷
ازموینه

نېټه: ۱۴۴۶/۷/۱۰ هـ ق

نن شنبه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د شاوخوا "۲۰۰۰" تنو فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازمویني پیل سوې.

 د لوړو زده کړو وزارت، د دیني جامعاتو او تخصصاتو  لوی ریاست په چوکاټ کي د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو ازمویني؛ د دې وزارت د ځانګړو استازو، په هلمند کي د امام محمد "رح" دیني جامعې او هلمند پوهنتون د استادانو او اداري کارمندانو په همکارۍ  پیل سوې.

یاده لړۍ به شپږ ورځي دوام وکړي، چي په ترڅ کي به یې د شاوخوا ۲۰۰۰ تنه فاضلانو څخه ازموینه واخیستل سي.

 د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د ازموینې د صحنې د تنظیم او شفافیت په برخه کي بشپړ اطمینان وړاندي کوي. دوی وايي، د ازمویني د صحنې د کنټرول په موخه یې د الکترونیکي وسایلو لکه تلیفون او یا نور توکي چي د ازمویني صحنه ګډوډوي ، د راوړلو د مخنیوي په پار بشپړ تدابیر نیولي.

باید وویل سي، چي هم مهاله په ټول هیواد کي یاده پروسه  را پیل سوې، چي په لړ کي به یې له زرګونو فاضلانو  څخه ازموینه واخیستل.

تازه خبرونه

چهارشنبه, جولای 01 2026 2:01 PM
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه, جون 15 2026 5:21 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه شنبه, جون 09 2026 10:59 AM
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS