کانکور لپاره د سلګونو داوطلبانو د بايومټريک معلوماتو د ثبت بهير پيل سو.
نن د هلمند پوهنتون د امام ابوداؤد سجستاني رحمه الله غونډو تالار کښي د ازموينو عمومي ادارې د راغلي پلاوي له لوري د ۱۴۰۵ کال کانکور ازمويني لپاره د سلګونو داوطلبانو د بايومټريک معلوماتو د ثبت بهير پيل سو.
په همدې مناسبت جوړي سوي غونډه کي د ازموينو عمومي ادارې د داخلي پلټني امر ښاغلي محمد داؤد ځلاند ګډونوالو ته وويل، چي د دوی ادارې د کانکور ازمويني سوال پاڼي په منظم او معياري ډول ترتيب کړي دي او له داوطلبانو يې وغوښتل، چي د سوالونو د حل پر مهال له پوره دقت څخه کار واخلي.
نوموړي همداراز ګډونوالو ته د شکايتونو د ثبت او رسېدني په اړه ډاډ ورکړ او د شکايت د ثبت بهير يې ورته روښانه کړ.
ورسره د ازموينو عمومي ادارې مل پلاوي له لوري ګډونوالو ته د کانکور بهير د بريالي ترسره کولو، د پوهنځي د مناسب انتخاب، د سوال پاڼي د ځوابولو طريقې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه لازم لارښود سمينارونه هم وړاندي سول.
د يادوني وړ ده، چي د بايومټريک معلوماتو د ثبت بهير به تر سبا چهارشنبې ورځي تر پايه دوام ولري، او د ۱۴۰۵ کال کانکور عمومي ازموينه به د همدې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کي واخيستل سي.
