هلمند پوهنتون  کي د لوی اختر  سنتونو، آدابو او عباداتو  په اړه روزنیز سمینار ترسره سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۲۷
سمینار

د هلمند پوهنتون په مسجد کي  د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د لوی اختر د سنتونو، آدابو او د اختر لمونځ په اړه یو روزنیز سمینار وړاندي سو.

یاد سمینار، چي  په کښې ګڼ شمېر استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو. د دعوت او ارشاد آمریت امر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب لخوا وړاندي سو. مولوي ذاکر صاحب د سمینار په مطالبو کي  د لوی اختر،  د دینی ارزښت، د حضرت ابراهیم علیه السلام د قربانۍ فلسفې، ادابو، سنتونو او د اختر د لمانځه طریقې په اړه خبري وکړې. هغه وویل،  چي لوی اختر د مسلمان امت لپاره یو ستر عبادت او د قربانۍ یو ویاړلی سنت دی. دا ورځ د خوښۍ او یووالي ده، چي مسلمانانو ته د اطاعت او پرهیزګارۍ درس ورکوي.

نوموړي ګډونوالو ته د اختر د ورځي سنتونو لکه غسل کول، خوشبويي کارول، نوي جامې اغوستل، د عیدګاه  لمانځه تر ادا کولو مخکي خوراک نه کول، دعاوي، تکبیرونه او د اختر د خطبې اورېدو اهمیت هم بیان کړ.

دغه راز مولوي ذاکر صاحب زیاته کړه چي د اختر ورځ یواځي د ظاهري خوښۍ ورځ نه ده، بلکي د عاجزۍ، نرمۍ او زغم ورځ ده. هغه ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چي په دې مبارکو ورځو کي باید شخړي پرېښودل سي، یو له بله سره خفګانونه پای ته ورسول سي او د کورنۍ غړو او دوستانو تر منځ د میني او خوښۍ فضا عامه سي.

د سمینار په وروستۍ برخه کي، ګډونوالو خپلي پوښتني مطرح کړې، چې د ښاغلي  مولوي ذاکر صاحب له لوري ورته ځوابونه وړاندي کړل سوه.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS