.په هلمند پوهنتون کي د علمي شورا نهمه نوبتي غونډه ترسره سوه

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۹
سمینار

 

نن ورځ د هلمند پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي د یادي شورا نهمه نوبتي غونډه د دې پوهنتون د رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب، په مشرۍ ترسره سوه.

 

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

 

وروسته محترم شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب پرانیستونکې وینا وکړه. نوموړي په خپله ارزښتناکه وینا کي ګډونوال په چارو کي صدق او اخلاص ته راوبلل او زیاته یې کړه، چي مسؤلین باید له ورکړل سوو فرصتونو اعظمي استفاده وکړي او دغه مسؤلیتونه د الله تعالی ځانګړی فضل وبولي.

 

هغه همداراز مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي په خپلو چارو کي له غفلته ډډه وکړي او هر هغه څوک چي په کومه کمېټه کي ورته دنده سپارل سوې ده، باید هغه په بشپړ اخلاص، امانتدارۍ او شفافیت سره ترسره کړي.

 

 نوموړي د نبوي حدیث "المستشارُ مؤتمنٌ" په استناد وویل، چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو د لا پیاوړتیا او چټکتیا لپاره ټاکل سوي مسؤلین دي نه یوازي خپلي سپارل سوي دندي په ښه ډول ترسره کړي، بلکي د علمي ارتقاء په موخه دي خپل رغنده او نېک وړاندیزونه هم له رهبرۍ سره شریک کړي.

 

د غونډي په جریان کي د مصرفي اوبو د تصفیې پر طرحه مفصل بحث وسو. همداراز د علمي څېړنو لپاره د پروپوزلونو پر جوړولو، د روان سمستر د وروستیو ازموینو د پیل او پای نېټو پر ټاکلو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبري وسوې.

 

د غونډي په وروستیو کي د بېلابېلو ادارو له لوري وړاندي سوي طرحي، پلانونه او لایحې د ګډونوالو د مثبتو نظریاتو او وړاندیزونو په رڼا کي تائید سوې.

 

غونډه د دعائیه وینا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS