.هلمند پوهنتون کي د علم او اخلاقو همغږي تر عنوان لاندي سمینار ترسره سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۲۵
سمینار

نن د هلمند پوهنتون په مسجد شریف کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د علم او اخلاقو همغږي تر عنوان لاندي دیني سمینار وړاندي سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کار کوونکو ګډون کړی وو.

د دعوت او ارشاد آمر الحاج مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب په خپله وینا کي وویل، چي علم هغه وخت انسان ته ګټه رسوي، کله چي له اخلاقو سره یو ځای وي. ده زیاته کړه، اسلام علم ته لوړ مقام ورکړی، خو دا علم باید د عمل او تقوا سره مل وي.

ښاغلي ذاکر صاحب د اسلامي ارشاداتو  له مخي د علم  او ښو اخلاقو  د ملتیا په اړه وویل،  اسلام د علم حاصلول د هر مسلمان پر ذمه فریضه ګرځولې، خو دا علم باید د اصلاح، عدالت، د خیر خپرولو او د الله د رضا لپاره وي.

نوموړي په خپلو خبرو کي د نبي کریم ﷺ احادیثو ته په اشارې وویل، چي غوره عالم هغه دی، چي علم یې د عمل او تقوا لامل وګرځي. هغه زیاته کړه، که علم له اخلاقو بېل سي، د انسان لپاره د غرور او فساد وسیله ګرځي.

نوموړي له استادانو و غوښتل، څو و خپلو شاګردانو ته د مسلک د انتقال سره سره د حسنه اخلاقو پر ښوونه ټینګار وکړي، ترڅو مسلک یې د نېک چلند سره مل د دین او هیواد په استحکام کي و کارول سي.

تازه خبرونه

پنجشنبه, نوومبر 13 2025 2:23 PM
Background image

.د ستراتیژیک پلان د تطبیق لپاره د کلني پلان جوړولو درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن د هلمند پوهنتون د علامه خطابي بستي رحمه‌الله د غونډو په تالار کښې،  د ښووني او روزني پوهنځي له لوري، د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ، د ستراتېژیک پلان د تطبیق لپاره د کلني پلان. . .

سه شنبه, نوومبر 11 2025 3:43 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون په مسجد کي استاد او د محصیل علمي هڅونه پر موضوع دیني سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استاد او د محصیل علمي هڅونه تر عنوان لاندي یو علمي او دیني سمینار ترسره سو. چي د وړاندي کولو پر مهال د پوهنتون ګڼ شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۶:۴۶
Background image

.د هلمند پوهنتون د رئيس په مشرۍ مشورتي بورډ پرانيستل سو

د هلمند پوهنتون د ریاست مقام په انګړ کي د هلمند پوهنتون د رئيس محترم شيخ الحديث مفتي محمد شريف اللّٰه ابو احمد صاحب  په مشرۍ نوی مشورتي بورډ لمړنۍ ناسته، ددې پوهنتون د استادانو په ګډون. . .

BACK TO NEWS