.په هلمند پوهنتون کي د اکاډمیک چاپیریال سره د خدماتي کارکوونکو اشنايي سمینار وړاندي سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۵:۲۹
سمينار

نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۸ ه.ق کال

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د اکاډمیک چاپيریال سره د خدماتي کارکوونکو اشنايي تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار وړاندي سو.

په دې سمینار کي د پوهنتون رهبرۍ، امرینو او خدماتي کارکوونکو ګډون درلود. د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد د سمینار پرانیستونکې وینا وکړه، چي په کښې یې د خدماتي کارکوونکو رول مهم وباله او  د اکاډمیک چاپیریال  سره د هغوی د لا ښه تطابق اړتیا یې روښانه کړه.

ورپسې دغه سمینار د پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز لوی مدیر ښاغلي نیازمحمد احساس له لوري وړاندي سو، چي موخه یې د خدماتي کارکوونکو ظرفیت لوړول او د پوهنتون علمي فضاء سره د هغوی د لا ښه اشنايي زمینه برابرول وو.

د سمینار په بهیر  کي ښاغلي احساس خپلي  تجربې شریکي کړې او د پوهنتون د کاري اصولو او د خدماتي کارکوونکو مسؤلیتونو په اړه مفصل بحثونه وکړل.

د یادونې وړ ده چي د هلمند پوهنتون اداره هڅه کوي د خپلو خدماتي کارکوونکو ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو هغوی د علمي  د اړتیاوو سره سم خدمات وړاندي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه, جون 16 2025 4:14 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د علمي شورا دوهمه نوبتي غونډه ترسره سوه

نن د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز د غونډو تالار کښي د دې پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په مشرۍ د علمي شورا غونډه ترسره سوه.

غونډه د قرآن. . .

سه شنبه, جون 03 2025 3:27 PM
Background image

هلمند پوهنتون  کي د لوی اختر  سنتونو، آدابو او عباداتو  په اړه روزنیز سمینار ترسره سو

د هلمند پوهنتون په مسجد کي  د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د لوی اختر د سنتونو، آدابو او د اختر لمونځ په اړه یو روزنیز سمینار وړاندي سو.

یاد سمینار، چي  په کښې ګڼ شمېر استادانو او اداري. . .

شنبه, مې 31 2025 3:17 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي د ۱۴مي دورې د محصلانو د فراغت شانداره غونډه ترسره سوه

 

هلمند پوهنتون کي د ۱۴مي دورې د محصلانو فراغت غونډه په داسي حال کي تر سره سوه، چي پر مهال یې د هلمند سر پرست والي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست رئیس او د پوهني رئیس ترڅنګ یو. . .

BACK TO NEWS