.په هلمند پوهنتون کي د زده کړیالانو د پایلیکونو دفاع غونډي پیل سوې

helmand@123
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۴:۴۷
پایلیکونه

نن شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د پایلیکونو د دفاع غونډو د پیل په لړ کي  لمړی د اقتصاد پوهنځي زده کړیالانو خپلي څېړنیزي موندني او پایلي د ژوري هئیت په حضوري کي وړاندي کړې.

په دې غونډه کی چي د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځي رئیسانو استادانو، محصلینو او میلمنو حضور درلود، د غونډي پیلیزه وینا د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي شریف‌الله ابو احمد صاحب  وکړل، ښاغلي ابو احمد صاحب د اقتصاد او علمي څېړنو د اهمیت، د محصلینو د باکیفیته روزني او د اقتصاد پر ارزښت خبري وکړې. نوموړي وویل چي د هیواد اقتصادي ستونزي د علمي فکر له لاري حلېدلی سي او پوهنتونونه باید داسې کادرونه وروزي چي هم تخصص ولري، هم اخلاقي او دیني اصول وپالي.

ورپسې د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد نعیم کاکړ د مسلکي کادرونو د ګمارني او د دوی د خدمت د مؤثریت پر اهمیت خبري وکړې.

د غونډي په بهیر کي  د مالي او بانکي څانګي استاد ښاغلي پوهنیار حکمت‌الله خادم د اقتصاد پوهنځي د څېړنیزي کمېټې د تېر کال د لاسته راوړنو راپور وړاندي کړ.

د محصلینو په استازولی  ښاغلي مجیب الرحمن احمدي د دوی د تیر یو کلن څېړنیز مزل تجربې او لاسته راوړني شریکي کړې او د پوهنتون د رهبرۍ او اقتصادي پوهنځي له استازو څخه، دوی ته په دې علمي بنسټ کي  د فرصتونو او سهولتونو د رامنځته کېدو په موخه مننه وکړل.

په غونډه کي د یاد پوهنځي زحمتکښ او ژمن استادان او کارکوونکي په ستاینلیکونو سره توصیف سول او ورپسې د محصلینو له لوري د پایلیکونو دفاع په لاندینیو سرلیکونو پیل سوه.

(۱. د افغانستان په اقتصادي وده کي د تاثیر لرونکو عواملو څېړل، ۲. په هلمند ولایت کي د اسلامي صکوکو پر درک باندي د پوهاوي، پوهي او مذهبیت اغېزې، ۳. د انلاین او حضوري زده‌کړو په اړه د محصلینو د ذوق تحلیل ، ۴. د کړنو د ارزوني اغېزې پر خدماتو،  ۵. د کارمندانو پر فعالیت باندي د رهبرۍ د طریقو اغېزې،  ۶. خصوصي کېدنه او اغېز یې پر اقتصادي وده باندي).

د علمي هیئت له خوا د هر محصل دفاع وارزول سوه او لازمي اصلاحي سپارښتني ورته وسوې.

د غوندي په وروستي برخه کي  د پوهنتون د مالی او اداری چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید د زده کړیالانو او د پوهنځي د غړو زحمتونه وستایل او د لازمو امکاناتو او فرصتونو  د پراختیا په برخه یې دوی اطمینان وړاندي کړ.

باید یادونه وسي، چي هلمند پوهنتون کي د شپږو پوهنځيو او شلو څانګو محصلانو خپل څېړنیزي پروژې بشپړي کړي، چي په ترتیب سره به د هري پوهنځي زده کړیالان د مهالویش سره سم د ژوري هیئت په حضور کي خپل پایلیکونه دفاع او وړاندي کړي.

 غونډه په دعاییې وینا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه, اپرېل 08 2026 3:54 PM
Background image

.د ښووني او روزني پوهنځي علمي او اداري فعاليتونه و ارزول سوه

د پوهنځیو د ارزونو د لړۍ په دوام، نن چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو د دې پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي څخه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

.د کندهار پوهنتون محصلانو ته د ویناوالۍ اړوند یو ورځنی معلوماتي آنلاین سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي استاد پوهنیار نذیر احمد رښتینی د کندهار پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي محصلینو ته د «ویناوالۍ» تر سرلیک لاندي یو ورځنی. . .

سه شنبه, اپرېل 07 2026 1:44 PM
Background image

د دريو پوهنځيو علمي او اداري فعاليتونه د معيارونو له مخي وارزول سول.

د پوهنځیو د ارزونو په دوام، نن سې شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو، د دې پوهنتون د کرهڼي، اقتصاد او وترنري پوهنځیو څخه. . .

BACK TO NEWS