د 'لوی اختر مسایل' تر عنوان لاندي د پوهاوي سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۲:۵۴
لوی اختر

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د مسلکي پراختیا مرکز په همکارۍ د دعوت و ارشاد آمریت له لوري د 'لوی اختر مسايل' تر عنوان لاندي د پوهاوي سمینار وړاندي سو

 په یاد سمینار کي چي د هلمند پوهنتون د ګڼو پوهنځیو رئیسانو، علماؤ، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود، د نوموړي پوهنتون د دعوت و ارشاد امر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر له لوري د لوی اختر مسایلو د پوهاوي سمینار وړاندي کړ. ښاغلي ذاکر صاحب د اختري او ذکات پر توپير او د لوی اختر قربانۍ د مسايلو پر ګڼو برخو خبري وکړي

هغه وویل: " چي قرباني د اختر په اولو درو ورځو کي کیږي او د قربانۍ لپاره په ژبه نیت ویل ضروري نه دي؛ خو په زړه کي به دا وي، چي قرباني کوم او دقربانۍ د حلالولو پر مهال (بسم الله الله اکبر) ویل ضروري او سنت دي

" نوموړي د قربانۍ څارویو د ډولونو او ځانګړتیاوو په اړه معلومات وړاندي کړل او د اختري لپاره د افرادو د مالي نصاب د پوره کېدو حدود واضح کړل. دغه راز هغه زياته کړه: " هغه کسان چي تر اصلي اړتیاوو ور هاخوا توکي / مال ولري، چي نصاب پوره کړي، قرباني ورباندي لازمیږي."

د سمینار په وروستیو کي د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل سول او د دعا په ویلو سره سمینار پای ته ورسېدی

نېټه: ۲۷/۱۱/۱۴۴۵ هـ.ق کال

هلمند پوهنتون

د عامه پوهاوي او نشراتو لوی مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه, اپرېل 08 2026 3:54 PM
Background image

.د ښووني او روزني پوهنځي علمي او اداري فعاليتونه و ارزول سوه

د پوهنځیو د ارزونو د لړۍ په دوام، نن چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو د دې پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي څخه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

.د کندهار پوهنتون محصلانو ته د ویناوالۍ اړوند یو ورځنی معلوماتي آنلاین سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي استاد پوهنیار نذیر احمد رښتینی د کندهار پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي محصلینو ته د «ویناوالۍ» تر سرلیک لاندي یو ورځنی. . .

سه شنبه, اپرېل 07 2026 1:44 PM
Background image

د دريو پوهنځيو علمي او اداري فعاليتونه د معيارونو له مخي وارزول سول.

د پوهنځیو د ارزونو په دوام، نن سې شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو، د دې پوهنتون د کرهڼي، اقتصاد او وترنري پوهنځیو څخه. . .

BACK TO NEWS