د هلمند پوهنتون او چاپېریال ساتني ریاستونو د وچو سیمو د زرغونولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او د هلمند ولایت د چاپېریال ساتني رئیس الحاج ملا محمد عیسی اغا، په یوه لیدنه کي د چاپېریال ساتني، سرسبزه کولو او د هلمند د وچو سیمو د زرغونولو په موخه پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
نن ورځ، سه شنبه، د هلمند پوهنتون رئیس په خپل کاري دفتر کي د هلمند ولایت د چاپېریال ساتني له رئیس سره وکتل او د هلمند ولایت د چاپېریال ساتني، سرسبزه کولو او د اقلیم د بدلون اړوند پر مهمو موضوعاتو یې بحث او خبري وکړې.
په دې لیدنه کي په ځانګړې توګه په هلمند ولایت کي د وچو تپو د سرسبزه کولو، د چاپیریال د وضعیت د ښه والي او په دې برخه کي د اړوندو ادارو د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار وسو.
د هلمند پوهنتون رئیس د چاپېریال ساتني او سرسبزه کولو په برخه کي د پوهنتون د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چي د هلمند پوهنتون ټول پوهنځي، په ځانګړې توګه د زراعت پوهنځي علمي او مسلکي کادرونه، د اړوندو ادارو په خدمت کي دي.
نوموړي زیاته کړه، چي هلمند پوهنتون د خپلو علمي او مسلکي ظرفیتونو له لاري کولای سي د چاپېریال ساتني، سرسبزه کولو او د وچو سیمو د زرغونولو په برخه کي اغېزمني علمي او تخصصي همکارۍ ترسره کړي.
په پای کي دواړو لورو د چاپېریال ساتني، سرسبزه کولو او د هلمند د وچو سیمو د زرغونولو په برخه کي د ګډو همکاریو پر پراختیا او دوام ټینګار وکړ.
