.د هلمند پوهنتون مسؤلینو د کور او ښار جوړولو له وزیر سره د همکاریو په اړه بحث وکړ
نېټه: ۱۴/۶/۱۴۴۶ ه.ق
تیره ورځ د هلمند پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي حافظ محمد نسیم حقاني، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید په پلازمینه کابل کي د کور او ښار جوړولو له وزیر مولوي حمدالله نعماني سره د هغه په دفتر کي ولیدل.
په دې مهمه لیدنه کي د هلمند پوهنتون د نوي جوړېدونکي کدري روغتون کمپلیکس او د نهرسراج کمپس د ماسټر پلان جوړوني پر موضوعاتو خبري وسوې.
د پوهنتون مسؤلینو د یادو پروژو د عملي کولو لپاره د یاد وزارت له وزیر څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ویل چي د دې پروژو لپاره به ځانګړی مسلکي ټیم د سروې، ډیزاین او انجینري چارو د پیل لپاره وټاکل سي او سيمي ته به ولېږل سي.
د پوهنتون مسؤلینو د وزیر له ملاتړ نه مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه، چي د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ددې ولایت وګړي او د پوهنتون کارکوونکي او محصلان له غوره تعلیمي او روغتیايي خدماتو څخه برخمن سي.