د برق څانګه

انجنیري پوهنځي، برېښنا څانګي لرلید او رسالت

لرلید :

د څیړني د یوې مخکښې ادارې په توګه د څانګي پراختیا او د هغې ساتنه،په ملي او سیمه ایزه کچه د بریښنایی انجینرۍ په برخه کي د ټیکنالوژۍ کارولو ښوونه، او داڅانګه هڅه کوي چي تکړه کدرونه او دلوړي تحصیلي درجي څښتنان دې څانګه کښې وګوماري.

 

رسالت:

د ملي او نړیوالو غوښتنو سره سم د عالي کیفیت سره د لیسانس درجې لپاره د برېښناي انجنيرۍ متخصصین چمتو کول.

د نړیوالو معیارونو سره سم د میتودونو تداوم، مفردات او درسي مواد اماده کول.

د مسلکي مشرتابه او دوامدارې زده کړي لپاره د زده کونکو روزنه.

د نظري، تجربوي کیفیت زده کړې ، تعلیمي او تولیدي کړنو چمتو کول او همدارنګه په څیړنه، انټرنشپونو، نړیوالو مطالعاتو او د متشبثینو پروګرامونو کي د ګډون فرصتونه چمتو کول.