.د کشف الحال لپاره د متهمینو د بندي کولو د صلاحیت او بند د مودې په هکله ۸ ګڼه هدایت تشریح وړاندي سوه

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۱۳
کشف الحال

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کښې د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د ۸ ګڼه فرمان د تشریح  سمینار ترسره سو، چي په کښې د متهمینو د بند، کشف‌الحال، او د عدلي او قضايي اصولو د تطبیق څرنګوالی ذکر سوی دی.

ددې فرمان تشریح د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ‌الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف‌الله ابو احمد صاحب له لوري وړاندي سوه، چي د پوهنتون د رهبرۍ غړو، استادانو او کارکوونکو پکښې ګډون درلود.

محترم ابو احمد صاحب په خپلو خبرو کښې وویل، د ټولنې د پرمختګ او عدالت ټینګښت لپاره د الله جل جلاله اوامر، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لارښووني او د فقهاء کرامو نظریات عملي کول ضروري دي.

هغه څرګنده کړه، چي په دې برخه کښي د زعیم حفظه الله ورعاه د یو مسؤل په صفت خپل مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړی او په دې برخه کښې یې واضح لارښووني وړاندي کړي دي او ددې هدایت  تطبیق یې اړوندو مسؤلینو ته سپارلی دی.

محترم مفتي صاحب په خپله وینا کښې څرګنده کړه، چي که یو کس متهم وي او د هغه د حالت د معلومولو (کشف‌الحال) اړتیا موجوده وي، نو یوازي امنیتي او استخباراتي مسؤلین کولای سي، چي د شرعي اصولو له مخي یاد کس د کشف‌الحال په موخه بندي کړي. نوموړي زیاته کړه، چي د بند موده باید له لسو ورځو زیاته نه وي او که د تحقیق لپاره زیات وخت ته اړتیا وي، نو باید د باصلاحیته محکمې څخه د بند د مودې تمدید واخیستل سي.

محترم ابو احمد صاحب وویل، که کوم څوک له محکمې پرته پر یو انسان تعذیب یا تعزیر عملي کوي، دا عمل عدالت نه دی، بلکي ښکاره ظلم دی. نوموړي زیاته کړه، چي د اسلام له نظره د ظلم مخنیوی واجب او پرېښودل یې حرام دي او اسلامي نظام د عدالت، انساني کرامت او شرعي احکامو پر بنسټ ولاړ دی.

هغه ټینګار وکړ، چي هېڅوک حق نه لري د محکمې له حکم پرته څوک بندي یا خوشي کړي او یا یې تر خپل سر لاندي وساتي. همدارنګه د بند په موده کښې د هر ډول تعذیب، شکنجې او ناروا چلند څخه په کلکه اجتناب واجب دی، ځکه چي د تعذیب او تعزیر صلاحیت یوازي په شرعي محکمې پوري اړه لري.

محترم رئیس صاحب وویل، ددې فرمان اساسي موخه داده، چي په هر هغه ځای کښې چي ستونزه، شخړه او یا زیاتی موجود وي، هلته عدالت قایم سي، د خلکو حقوق خوندي سي،  امنیت تضمین سي او د شخصي بند، خپل‌سري سزا او تعذیبونو مخه ونیول سي.

د سمینار په پای کي محترم ابو احمد صاحب وویل، د شکایتونو د رسیدګۍ لپاره ځانګړی کمېسیون، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست، او د قضایي قوې تر چتر لاندي نظامي محکمې شتون لري او پر سرغړونکو، چي په هر موقف کښې وي، د فرمان مطابق به مجازات عملي سي.

 

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:48 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي رحمه الله کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه هدیه سوه

د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي "رحمه الله" کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه د یاد پوهنتون د یو تن استاد مولوي نقیب الله ثاقب صاحب له خوا هدیه سوه.

د یاد کتابتون مدیر محترم مولوي. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:47 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:34 PM
Background image

.د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان د توضیح سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او ټولنیز پوهاوي په موخه د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان تشریح وړاندي سوه، چي په کښې د پوهنتون استادانو او علمي کادر غړو ګډون. . .

BACK TO NEWS