.علمي خدمت او اخروي سرمایې په اړه روزنیز سمینار ترسره سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۵۷
 سمینار

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري یو روزنیز او اصلاحي سمینار د علمي خدمت او اخروي سرمایې تر سرلیک لاندي تر سره سو.

دغه سمینار د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر له خوا وړاندي سو، چي د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو په کښي حضور درلود.

مولوي عبدالقیوم ذاکر د سمینار د پیل پر مهال وویل، چي استاد د امت علمي لارښود دی او هغوی ته د علم رسولو مسؤلیت پر ذمه لري. نوموړي زیاته کړه، چي د استاد وجیبه یوازي تر تدریس محدود نه دی؛ د علم خپرول، د شاګردانو سالمه روزنه او د هغوی د ژوند سم لوری ټاکل هم د هغه له مهمو مسؤلیتونو څخه دي.

هغه د سمینار په بهیر کي د نبي صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک وړاندي کړ، چي په کښې درې عملونه یاد سوي، چي تر مرګ وروسته هم انسان ته ګټه رسوي: صدقه جاريه، نېک اولاد او کړی علم نورو ته په اخلاص رسول.

ښاغلي ذاکر صاحب ټینګار وکړ، که د علم رسولو غرض یوازي مادي ګټه وي، نو بیا اخروي اجر نسته. هغه د حدیث شریف په حواله وویل، غوره علم هغه دی، چي تر نورو په اخلاص سره  ورسیږي، او د علمي بخيلان یې ګناه ګاران وبلل، چي په وینا یې، په ورځ د قیامت به یې  غاړي ته الله جل جلاله د اور قیضې وراچوي.

هغه زیاته کړه، چي په حدیث شریف کي راځي، که امراو او علما‌ء صالح وي، نو ټولنه به هم صالحه او سالمه وي. له همدې امله استادانو ته سپارښتنه وسوه، چي هر عمل د الله ج د رضا لپاره په اخلاص ترسره کړي او د شاګردانو فکري او اخلاقي ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي ذاکر صاحب په پای کي وویل، د علمي خدمت ارزښت ډېر لوړ دی او هغه استادان چي په اخلاص سره د علم خپرولو ته کار کوي، په دنیا او آخرت کي به د بریا او ستر اجر څښتنان وي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۷:۹
Background image

.د هلمند پوهنتون اړوند د شرعیاتو پوهنځی ارزونه ترسره سوه

د پوهنځیو د ارزونو په دوام نن ورځ یکشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی څخه لیدنه وکړه او د پوهنځي اداري او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۷:۵
Background image

.هلمند پوهنتون کي محصلانو ته د بېړنیو پېښو د صحي مدیریت سمینار وړاندي سو

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي محصلانو ته د "بېړنیو پېښو صحي مدیریت" تر سرلیک لاندي معلوماتي سمینار وړاندي سو.

د سمینار موخه دا وه چي محصلان د ناڅاپي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۷:۲
Background image

.د هلمند پوهنتون او اېمل ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو علمي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک سو

د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري له اېمل ښوونیز مرکز سره د ګډو علمي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک سو.

د دې تفاهم لیک موخه د. . .

BACK TO NEWS