.د کرهڼي پوهنځي علمي او اداري فعالیتونه د معیارونو له مخي وارزول سول
د پوهنځیو د ارزونو په دوام کي نن سې شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو د ددې پوهنتون د کرهڼي پوهنځی څخه لیدنه وکړه او د پوهنځي اداري او علمي چاري یې له نږدې وارزولې.
د ارزوني پر مهال د پوهنځی د حاضرۍ او ثبت کتابونه، راپورونه، کاري پلانونه، پرېکړي، اجنډاوي او نور اړوند اسناد وکتل سول او د چارو د تنظیم او د تدریسي بهیر څرنګوالی په دقت وارزول سو.
ښاغلي ابو احمد صاحب د کرهڼي پوهنځی له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چي د کرهڼي پوهنځی د ټولني په اقتصادي وده او ځان بسیا کېدو کي بنسټیز او حیاتي رول لري. نوموړي ټینګار وکړ چي د دې پوهنځي استادان او مسؤلین باید د علمي تدریس ترڅنګ د محصلانو عملي مهارتونو، مسلکي وړتیاوو او د نوښتګر فکر په پیاوړتیا کي هم جدي پاملرنه وکړي، څو داسي کدرونه وروزل سي چي د کرهڼي د عصري کولو، د تولیداتو د زیاتوالي او د چاپيریال د ساتني په برخو کي اغېزمنه ونډه واخلي او د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره عملي خدمتونه ترسره کړي.
باید وویل سي، چي دا ارزوني د علمي چارو د لا پیاوړتیا او د پوهنتون د اداري او تدریسي بهیر د ښه والي په موخه ترسره کيږي.
