د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

helmand@123
Tue, Sep 29 2026 4:44 PM
لیدنه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د مدیریت او تصفیې لپاره جوړ سوی ګډ تخنیکي هیئت هم معرفي سو.

د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ ‌الحدیث الحاج مفتي شریف ‌الله ابو احمد صاحب، د پوهنتون د ریاست مقام په دفتر کي د ولایت مقام د رهبرۍ او د لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب په حضور کي، د کرهڼي او انجنیري پوهنځیو له استادانو او متخصصینو څخه جوړ سوی هیئت مجلس ته ور معرفی کړ او د هغه د جوړېدو پر اړتیا او موخو یې خبري وکړي.

محترم رئیس صاحب وویل، د دغه هیئت د جوړېدو موخه دا ده، چي د لښکرګاه ښار له بېلابېلو برخو څخه د چریو او نورو مسیرونو له لاري هلمند سیند ته د ناپاکو اوبو د ورتلو د مخنیوي لپاره علمي او تخنیکي حل ‌لاري وموندل سي، د اوبو د تصفیې پر لارو چارو کار وسي او د امکان تر حده د بیاځلي استفادې وړ وګرځول سي. هغه وویل،  یاد هیئت به د ښاروالۍ له انجینرانو سره په ګډه د موضوع تخنیکي ارزونه او د عملي حل‌لارو د طرحي چاري پر مخ وړي.

محترم والي صاحب دغه چاره مهمه وبلله او د ولایت مقام له لوري یې د یادي موضوع د تعقیب او عملي کېدو په برخه کي د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ناستي په دوام کي، د لښکرګاه ښاروال محترم الحاج حافظ صدیق صاحب هم د ښار د ناپاکو اوبو د مدیریت او تصفیې په برخه کي د ګډي همکارۍ پر اهمیت خبري وکړې او د یادي چاري د عملي کېدو په موخه یې د ښاروالۍ له لوري د لازمي همکارۍ ډاډ ورکړ.

د پوهنتون رئیس، محترم ابو احمد صاحب وویل، چي هلمند پوهنتون چمتو دی د ولایت له هري ادارې سره د اړتیا پر مهال د خپلو استادانو او متخصصینو له لاري علمي او مسلکي همکاري وکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپلي مسلکي نظریې، علمي طرحي او ګټوري مشورې ورسره شریکي کړي.

په دې لړ کي، محترم والي صاحب د هلمند پوهنتون له تدریسي ټولګیو، لابراتوارونو، څېړنیزو مرکزونو، تالارونو او بېلابېلو اداري برخو څخه لیدنه وکړه، د علمي او اداري فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل سول او د کتابتونونو، لابراتوارونو او زیربناوو اړوند اړتیاوي ورسره شریکي او د حل‌ لارو په اړه  یې خبري وسوې.

 

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS