د ښووني او روزني پوهنځي د ګڼو څانګو د ۱۵۰ زده کړيالانو د پايليکونو دفاع پيل سول

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۱۱
ښووني او روزني پوهنځي پایلیکونه

نېټه ۱۴۴۵/۱۱/۷ ه.ق کال

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د زده کړیالانو د مونوګرافونو/پایلیکونو دفاع لړئ د یوې غونډي په ترڅ کي پیل سول.

یاده غونډه چي د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي وه، د هلمند پوهنتون رئیس الحاج شیخ حافظ محمد نسیم حقاني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال  ښاغلي ډاکټر سمیع الله سعید په ګډون د ګڼو پوهنځیو ريسانو، استادانو او اداري کارمندانو په شتون کي دښووني او روزني  پوهنځي  بیلابیلو څانګو زده کړیالانو د پایلیکونو د دفاع لړۍ پیل سول.

د غونډي په بهير کي د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ حقاني صاحب  زده کړیالانو د مبارکۍ ترڅنګ وویل: (( چي د دندي ترلاسه کولو لپاره د زده کړي کول معیار ونه ګرځوي، بلکي د اسلام او هیواد ته د چوپړ او پرمختګ په هیله خپلو استعدادونو ته وده ورکړئ. هغه وویل، با ظرفیته ځوانان دي، چي ټولنه یې د پرمختګ لپاره ځانته جذبوي.

نوموړي زیاته کړه، چي د دولت د هڅو لمړی معیار د اسلامي ټولني د جوړښت سره سره د استعداد لرونکو ځوانانو روزنه او وده ده. په همدې حال کي یې د علومو ارزښت ته په اشاره وویل، لکه څنګه چي، رڼا ده، چي تیاري له منځه وړي، علوم دي، چي هیواد د ځان بسیایني لور ته په خوځښت راولي.))

ورپسې د نوموړي پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي رئیس  ښاغلي پوهنمل وحیدالله امیري د اسلام له نظره د څېړني پر ارزښت خبري وکړې  او د نړۍ د هیوادنو د پرمختیا لوی راز یې تحقیقات وبلل.

تر ویناوو وروسته د څېړنو-پایلیکونو د دفاع ټولګه پیل سول، چي د یاد پوهنځي د پښتو او انګلیسي ژبي او ادب، فزیک، کیمیا، ریاضي او بیولوژي څانګو زده کړیالانو خپل تحقیقي راپورونه په نوبت سره وړاندي کړل او د نن غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه, اګست 26 2026 2:46 PM
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

چهارشنبه, جولای 01 2026 2:01 PM
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه, جون 15 2026 5:21 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

BACK TO NEWS