د پوهنتون په اړه

د هلمند د لوړو زده کړو موسسې لنډه پیژندنه

هلمند د لوړو زده کړو مؤسسه دعلمي او قومي مشرانو د هلو ځلو په مټ په ۱۳۸۶ هـ ل کال کي د لوړو زده کړو د وزارت لخوا منظور او په  ۱۳۸۷ هـ ل کي د خپلو ودانیو د نه درلودلو له امله د هلمند د پوهني ریاست اړوند د عالي دارالمعلمین په ودانۍ کي خپلي تدریسي او اداري چاري عملآ پیل کړې، وروسته د وخت د والي د پوهنتون ادارې، قومي مخورو او د علم خوښونکو شخصیتونو د هلو ځلو په پایله کي هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې ته د لښکرګاه د ښار ختیځ لور ته چي تقریبآ ۱۷ کیلومتره لیري پرته سیمه ده، (د اوس لپاره نا امنه ساحه ده) د اوه سوه (۷۰۰) جریبه په اندازه ځمکه ورکول سوه. د همدې ځمکي د احاطي دیوال کار پیل چي اوس لپاره  یي د جوړیدلو چاري بشپړي سوي دي. په ۱۳۹۱ کال کي د پوهنتون د همدې ساحې د لیریوالي او نامناسب امنیتي وضیعت له امله د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او د وزیرانو د شورا د  ۵۲ ګڼه مصوبې په اساس د ښار داخل شا او خوا ۷۳ درې اویا جریبه ځمکه نوره د هلمند پوهنتون ته په امتیازي ډول سره ورکول سوه، چي د وخت د کابینې د ۳۱/۶/۱۳۹۷ نیټې او (۱۴) ګڼې مضوبي د پریکړي په اساس یی شاوخوا ۴۹ جریبه ځمکه پوهنتون ته تسلیم او پاتي ۲۴ جریبه یې لا تر اوسه هم د محاکمو فیصلې ته د انتقال انتظار باسي. هلمند دلوړو زده کړو مؤسسه اوسمهال خپل اداري چاري د معارفت اړوند پخوانیو ودانیو کي او تدریسي چاري خپل په نوي ساحه (۷۳ جریبه) کي مخ ته وړي. هلمند د لوړو زده کړو موسسه چي د شاخوا ۱۴ څانګو درلودونکي ده او سمهال یي ۱۰ څانګي د څلورو پوهنځيو کرهڼي، ښوونه او روزنه، انجنیری او وترنری تر چتر لاندي فعالیت لري او پاتي ۴ څانګي دمسلکي استادانو د نشتون(اوس لپاره ئي استادان بهرکي په لوړو زده کړو بوخت دي) غیرفعال دي،

۱.۱ جدول هلمند دلوړو زده کړود مؤسسې موجوده پوهنځی او څانګي

۱.۱ جدول هلمند دلوړو زده کړود مؤسسې موجوده پوهنځی او څانګي

یاده مؤسسه خپل د کارکوونکو لپاره انټرنټ او منظم ډیزلي برق لري. (دولتی برق ځکه نه کاروو چي لګښت ئي تر ډیزلی برق ګران تمامیږي)، دې مؤسسې جامعي ته د مسلکي او وړ محصلینو د وړاندي کولو په برخه کي رغنده ونډه درلودلې، په روان کال کي د مختلفو پوهنځیو څخه خپل اوومه دوره فارغان چي شا او خوا ۴۱۵ تنه کیږي، ټولني ته وړاندي کوو.

باید ووایو چي د پوهنتون چاري مو د هغه امکاناتو په محدوده کي چي زموږ په اختیار کي دي منظمي دي، د شفافیت په موخه د محصلانو اړوند ټوله اسناد مو په پوره منظم ډیټابیس کي ځای پر ځای سوي دي.

د۱۳۹۳ کال را پدېخوا کیفیت څخه د تضمین په پروسه کي شامل سوي یو، لومړی پړاو مو په بریالیتوب سرته رسولی او د اوس لپاره په دوهم پړاو کي قرار لرو.

ددې لپاره چه فارغین مو د کار د بازار د غوښتني سره سم روزلي وي، د نوي کریکولم څخه استفاده کوو. د کیفیت د لوړاوي په موخه هلمند د لوړو زده کړو د مؤسسې رهبري په ډیرکم وخت کي نه ستړي کیدونکي کوښښونه کړي، تر څو د محصلینو لپاره معیاري ودانۍ، لابراتوارونه او نوري اړیني اسانتیاوي برابري کړي د لاښه وضاحت په موخه یاد فعالیتونه په ۱.۲ جدول کي لیدلی سئ.

۱.۲ جدول هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې  په دوو کمپسونو (ساحو) کي رغنیز او تدارکاتي فعالیتونه

هلمند د لوړوزده کړو مؤسسه د هیواد د نورو پوهنتونو په نسبت یو ځوانه اداره ده، چي کارمندان ئي ظرفیت لوړوني او لوړو زده کړو ته اړتیا لري، دې اړتیا ته په کتو یاده اداره یو منظم پلان تر لاس لاندي لري، چي هغه پلان ته په کتنه  خپل ټول کارمندان( استادان او اداري کارکوونکي) وخت پروخت مختلفو هیوادونو ته د لوړو زده کړو د حاصلولو په موخه لیږي د لاښه وضاحت په موخه دي ۱.۳ جدول ته مراجعه وسي.

۱.۳ جدول د   ۱۳۸۷هـ ل کال (د هلمند پوهنتون له تأسیس ) څخه بیا تر ۱۳۹۷ هـ ل کال پوري د کادري غړو تحصیلي ارتقاء احصائيوي جدول

هلمند د لوړو زده کړو مؤسسه په ټولنه کي د خپلي فعالي ونډي درلودلو په موخه، په هیواد دننه او بهر د مختلفو اکاډمیکو او سکتوري ادارو سره د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، دا اداره غواړي چي د نورو د تجربو، څیړنو او امکاناتو څخه خپل د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو  په برخه کي ګټه پورته کړي او همدارنګه د خپلو با تجربه استادانو او محصلینو تجربې او زده کړي، د ټولني د نورو وګړواو ادارو سره شریکي کړي. د لاښه وضاحت په موخه لاندي ۱.۴جدول  ته مراجعه وسي.

۱.۴جدول  هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د ګډو همکاریو د هوکړه لیکوونو ادرسونه

هلمند د لوړو زده کړو مؤسسي ماموریت او لرلید په ۱۳/۵/۱۳۹۶ (   )  ګڼه پروتوکول علمي شورا په غونډه کي تائید سوی او یاد ماموریت او لرلید د رایو په یوالي سره د لوړو زده کړو د وزارت، د کیفیت د لوړاوي د ریاست له لوري د ۳۰/۹/۱۳۹۶ (۷۶ ) ګڼه پروتوکول تصویب او تائید هم لري.

د ښکاره ده چي با کیفتیه زده کړي د  وړ بشري ځواک په وړاندي کولو کي رغنده ونډه لري، ځکه نو یاده مؤسسه یو روښانه رسالت او لرلید لري، چي هغو ته په کتنه هڅه کوي تر څو د هیواد په کچه داسي کادرونه ټولني ته وړاندي کړي، چي د ټولني د ښیرازۍ او سوکالۍ مصدر وګرځي.

ماموریت 

د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو په برخه کي خدمتونه  تر سره کوي، تر څو د خپل هیواد لپاره هغه مسلکي وګړي، چي د ټولني او عصر ضرورت وي په اسلامي روحیه، د وطنپالني په احساس، علمي، تحقیقي او مسلکي وړتیا سمبال وړاندي کړي

 لرلید  

دهلمند د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي د هیواد او سیمي په کچه یو معیاري د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو داسي مرکز واوسي، چی زده کړه ایز بهیر يې د عصري تیورۍ پر بنسټ پیل او پر عملي څیړنه او تحقیق پای ته ورسیږي.

دا مؤسسه غواړي چي علمي او مسلکي خدمتونه د لوړ ظرفيت لرونکو استادانو په مټ په عصري ټکنالوژۍ سمبال زده کړه ایز، څیړنیز او اداري چاپیریال کي وړاندي کړي، تر څو روزل سوي فارغان یې په خپله مسلکي برخه کي د هیواد او نړۍ د وضعیت د درک وړتیا ولري او موثره خدمتونه تر سره کړي

 هدف

په معیاري کچه په ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کي د علمي اومسلکي کادرونو روزل

 ارزښتونه 

لوړ کیفیت

سالم او مؤثر مدیریت

د مؤسسې په ټولو چارو کي شفافیت او د هر ډول فساد مخنیوی

د ټولو اسلامي او بشري ارزښتونو درناوی

د هر ډول تبعیض، تعصب اوکرکي مخنیوی

مقصدونه

د استادانو او مامورینو د ظرفیت لوړول

ټولني ته د ښه کيفیت لرونکو علمي کادرونو وړاندي کول، ترڅو ملي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی ولري

د تدریس لپاره د مختلفو او پرمختللو میتودونو څخه استفاده کول، تر څو محصلین په معیاري ډول سره و روزل سي

د لوړو زده کړو وزارت د ټولو لوایحو، مقرراتو او کړنلارو پلي کول

د پوهنتنون د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره د تدریس د کيفیت لوړول او د ستراتیژیک پلان جوړول، تر څو د پوهنتون ټوله چاري په ښه توګه پر مخ ولاړي سي

د هر ډول تعصب څخه مخنیوی کول

په ټولو چارو کي روڼتیا او شفافیت