عملي معاونیت

http://hun.edu.af/wp-content/uploads/2018/11/Untitled-300x201.jpg

ښاغلی پوهنيار محمد نعیم دوست  د عبد القیوم زوی په (۱۳۶۲ل، ل) کال د هلمند په سنګین ولسوالۍ کي زېږېدلی چي په (۱۳۸۲ ل، ل) کال د لښکر ګاه ښار د ذکورو د عالي لېسې څخه فارغ سوی او د کانکور ازمویني تر ورکولو وروسته د (کندهار پوهنتون) د انجنیرۍ پوهنځۍ سیول څانګي ته بریالی سو. په (۱۳۸۸ ل، ل) کال، د یادي پوهنځۍ د سیول څانګي څخه فارغ او د څو کالو دپاره يې په خصوصي سکتور کي د انجنېر په توګه دنده تر سره کړه. په (۱۳۹۱ ل، ل) کال کي د آزاد رقابت له لاري د هلمند پوهنتون د انجنېرۍ پوهنځۍ د سیول په څانګه کي د کادري استاد په توګه مقرر سو. تر تقرر وروسته يې د (۲) کلونو دپاره، د انجنېرۍ پوهنځۍ د سیول څانګي د امر په توګه دنده تر سره کړه. په (۱۳۹۴ ل، ل) کال، د يوه آزاد رقاب له لاري د کابل پوليتخنيک پوهنتون د ودانولو پوهنځی په صنعتي او مدني څانګه کي د ماسټرۍ زده کړو ته شامل او د (۱۳۹۶) په وروستيو کي يې دا پړاو په برياليتوب سره پای ته ورساوه. اوس مهال د هلمند پوهنتون د انجنېرۍ پوهنځۍ د سیول څانګي د استادۍ ترڅنګ یاد پوهنتون  کي د علمي مرستيال په توګه دنده پر مخ وړي

اړیکي

mnaeemdost@gmail.com

ټلیفون:۰۷۰۳۹۶۹۵۲۶ /۰۷۴۹۵۰۹۶۴۵

http://hun.edu.af/wp-content/uploads/2018/11/ss.jpg

د مؤسسې په کچه د علمي مرستیال دندې

د مؤسسې په کچه ټول اکاډمیک او علمي فعالیتونه د علمي مرستیال له لوري نظارت او مخ ته وړل کیږي،چه یو شمیرهغو ئي په لاندي ډول یادونه سویده

د مؤسسې د رئيس په نه موجودیت کي د هغه چاري مخ ته وړل

د مؤسسې درئيس سره په علمي چارو او فعالیتونو کي مرسته کول

دعلمي کادرونو د تقرر، علمي رتبې د تثبیت،علمي ترفع او انفکاک په برخه کي قانوني کړني ترسره کول

د پوهنځیو داړتیا په صورت کي د قراردادي علمي کادرونو د استخدام په برخه کي اصولي اجراات تر سره کـول

د نویو طرحو تشکیل او همدارنګه په مؤسسه کي د پلانونو او پروګرامونو د د تطبیق څارنه

په مؤسسه کي د علمي تحقیقاتو د پلانونو او پروګرامونو طرح او تطبیق

په مؤسسه کي د علمي تحقیقاتو د چارو رهبري او څارنه

په مؤسسه کي د نشراتو د چارو رهبري او څارنه

د علمي شورا د کاري پلان طرح او د کال په لمړی ناسته کي د تصویب او تطبیق په موخه په غونډه کي مطرح کول

په مؤسسه کي د علمي شورا د غونډو د اجندا ترتیب اود یادي غونډي د پریکړو ثبت او راجستر

اړونده مراجعو ته د ورستیو کړنو په موخه د علمي شورا د پریکړو وضاحت اوتحریرول

د مؤسسې د علمي بخش اړونده مقررو،لوایحو او طرزالعملونو ارزونه او د اړتیا په صورت کي د هغوی دتعدیل طرحه جوړول او لوړو مراجعو ته ئي د تائيد په موخه وړاندي کول

د کتابخاني،معلوماتي تکنالوژی او انټرنیټي چارو ارزونه او څارنه او همدارنګه دیادو توکو د تکمیل او تجهیز په برخه کي اړین اجراات ترسره کول

د اړونده کمیټو د ریاست مسؤلیت په غاړه اخیستل

په اړونده مؤسسه کي د علمي کادر د تشکیل دطرحي تسهیل او څارنه کول

د عملي مرستیالۍ اړونده اداري شعبو د چارو او فعالیتونو څارنه

د تعلیمي نصاب ارزونه اوهمدارنګه ئي د نوي کولواوپه نړیوالو نورمونو د برابرولو په موخه د وړاندیزونو طرح جوړول

په پوهنځیو کي داړونده تعلیمي نصاب د انکشاف،بیاکتني او تطبیق څارنه

د مؤسسي ریاست او علمي شورا ته دعملي مرستیالۍ د چارو او فعالیتونو کلنی راپور ورکول

د اړونده مؤسسې په علمي اړخ کي د لوړو زده کړو وزارت د عملي شورا د پریکړو د اجرا او تطبیق څارنه کول

د محصلانو د عملي او ساحوي چارو لپاره د اړینو امکاناتو چمتوکول

د کادري غړو او ټولو علمي مواردو اړوند شمیراو احصائيه چمتو کول

د اړونده مؤسسي د علمي ستراتیژیک پلان په چمتو کولو کي مرسته کول

ټولي هغه دندي او چاري چه د قانون له مخي د علمي مرستیال اړوند وي