.هلمند پوهنتون کي د پایلو پر اساس تدریس او شاګرد محوره زده کړي پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېدی

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۳۶
راپور

د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پایلو پر اساس تدریس او شاګرد محوره زده کړي تر سرلیک لاندي پنځه ورځنی علمي ورکشاپ پای ته و رسېدی، چي د پای غونډي پرمهال یې د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د هلمند د پوهني رئیس، د مرکزي جهادي مدرسې مهتمم، د ولایت مقام او علماوو شورا استازو حضور درلود.

د ورکشاپ د پای غونډي پر مهال د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب ګډونوالو ته په خپلو خبرو کي د دوی له ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل، چي د هلمند پوهنتون علمي فضا ته د علماوو او استادانو راتګ د خوښۍ ځای دی.

 نوموړي زیاته کړه چي ګډونوالو د پوهنتون د استادانو د علمي تجربو څخه ګټه واخیسته او دا ډول علمي ناستي د پوهي د تبادلې لپاره مهمي دي. هغه همداراز یادونه وکړه چي د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، څو د ټولني سره نږدې اړیکي ولري او هغه استعدادونه چي په علمي چاپیریال کي روزل کیږي، د ټولني د پرمختګ لپاره وکاروي.

ورپسې د هلمند ولایت د پوهني رئیس، محترم مولوي محمد عوض انصاري صاحب خبري وکړې.

نوموړي د هلمند پوهنتون د رهبرۍ له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي د تدریسي مېتودونو په برخه کي نوي ابتکارات او نوښتونه د وخت مهمه اړتیا ده او دې برخه کي د هلمند پوهنتون د رئیس هڅي د پام وړدي.

د ده په وینا، افغانستان د اوږدو جګړو او انقلابونو له امله کلونه له معیاري زده کړو بې برخي و، خو اوس الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره د معیاري تعلیم لپاره ښه زمینه برابره سوې ده او اړینه ده چي په دې برخه کي لا زیاتي هڅي وسي.

همداراز د جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث مولوي محمد عیسی بریالي صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، چي د امن په فضاء کي، نننۍ علمي غونډه او دا ډول ورکشاپونه د هغو شهیدانو او زخمیانو د قربانیو برکت دی، چي د هیواد د ازادۍ لپاره یې قربانۍ ورکړي دي. هغه د الله تعالی څخه وغوښتل چي د شهداوو قربانۍ قبولي کړي او موږ ته توفیق راکړي، چي د علم او قلم په وسیله د هغوی د قربانیو ساتنه وکړو.

نوموړي زیاته کړه چي دا د خوښۍ ځای دی چي د هیواد مشري د علماوو او نېکو خلکو په لاس کي ده. هغه د هلمند پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه چي په هلمند کي یې دا مهم علمي مرکز فعال ساتلی او په ځانګړې توګه یې د پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د نه ستړي کېدونکو هڅو یادونه وکړه.

په همدې ناسته کي د ورکشاپ یوتن ګډونوال مولوي احمد حلیمي صاحب هم د خوښۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل، چي دا ډول علمي ورکشاپونه د دیني مدارسو استادانو لپاره ډېر ګټور دي.

د ده په وینا، د تدریس نوي لاري چاري، د شاګرد محوره زده کړو طریقې او د پایلو پر اساس تدریس هغه مهم موضوعات وو، چي د ورکشاپ پر مهال پرې مفصل بحثونه وسول او ګډونوالو ترې عملي ګټه واخیسته.

غونډه د هلمند د علماوو شورا غړي شیخ الحدیث مولوي عبدالولي اغا له خوا په اختتامیه دعاء سره پایته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي دا پنځه ورځنی ورکشاپ د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت او هلمند پوهني ریاست په ګډو همکاریو تنظیم سوی و او د هلمند ولایت د بېلابېلو دیني مدارسو استادانو او مسؤلینو په کي ګډون کړی و، چي موخه یې د تدریسي مېتودونو پیاوړتیا او د زده کړو د کیفیت لوړول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS