د ازموینو لړۍ!!!

helu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۱:۱۰
ازمویني

د ازموینو لړۍ!!!

یقینا ازموینې د علمي او اکاډمیکو مرکزونو د تحصیلي او زده کړه یېز بهېر له پړاوونو څخه مهم پړاو ګڼل کېږي، ځکه د تدریسي بهېر ځنځیري اتکړۍ بشپړوي.

هلمند پوهنتون هم د خپل تدریسي جریان له بشپړولو سره سم د ازموینو لړۍ پیل کړې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د مهالویش سره سم به مخ پر وړاندي درومي.

د پوهنتون رهبري د ازموینو له پیل څخه مخکې له ټولو پوهنځیو او څانګو غوښتي و،چې د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو لایحې د بشپړ رعایت ترڅنګ اصولو ته ژمنتیا او د ازموینو روڼتیا ته باید پاملرنه وکړي؛ هلمند پوهنتون شپږ پوهنځي او اوه لس (١٧) څانګې لري، چې د خپلو شته امکاناتو په درلودلو سره هڅه کوي، تر څو د ازموینو یاده پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي، بشپړ شفافیت را منځ ته شي او د قوانینو په وړاندې د مثبت ځواب درلودونکې وي.

پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې تر څنګ د پوهنځیو ځانګړې کمېټې لري، نوموړي کمېټې په بشپړ توان سره کار کوي، تر څو د ازموینو یاده لړۍ تکمیل شي؛ بریاوي یې مل اوسه!

درنښت

هلمند پوهنتون د نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

BACK TO NEWS