د کرهڼي پوهنځي زده کړیالانو ته په کرهڼیز او څېړنیز فارم کي د ونو د پیوند عملي کار ترسره سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۳:۸
د ونو پیوند

نېټه: ۱۴۴۶/۳/۷ ه.ق

د هلمند کرهڼي او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان کرهڼيز او څېړنیز فارم ته د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي د بڼوالۍ څانګي زده کړیالان، د یادي څانګي د استاد پوهنمل شمس الدین وفا په ملتیا تللي او د نوموړي فارم د مسؤلینو او استاد له لوري ورته د میوه دارو ونو د پیوندولو عملي کار ترسره سو.

په ورته وخت کي نوموړو په یاد څېړنیز فارم کي د ګڼو کریو څخه هم لیدنه وکړل.

د یادولو ده، چي د هلمند پوهنتون مسؤلین تل هڅه کوي، تر څو خپلو زده کړیالانو ته د علمي او عملي پروګرامونو لپاره لاري هواري کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه, اګست 26 2026 2:46 PM
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

چهارشنبه, جولای 01 2026 2:01 PM
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه, جون 15 2026 5:21 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

BACK TO NEWS