.د هلمند پوهنتون د رئيس په مشرۍ مشورتي بورډ پرانيستل سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۶:۴۶
مشورتي بورډ

د هلمند پوهنتون د ریاست مقام په انګړ کي د هلمند پوهنتون د رئيس محترم شيخ الحديث مفتي محمد شريف اللّٰه ابو احمد صاحب  په مشرۍ نوی مشورتي بورډ لمړنۍ ناسته، ددې پوهنتون د استادانو په ګډون ترسره سول، چي په دې ناسته کي ددې بورډ موخي او اهمیت په اړه خبري وسوې.

محترم ابو احمد صاحب څرګنده کړه، چي دا بورډ د پوهنتون د استادانو له ارزښتناکو تجربو او علمي صلاحیت څخه د ګټي اخیستني لپاره جوړ سوی دی. نوموړي وویل، چي دا بورډ به یوازي د هلمند پوهنتون په کچه نه، بلکي د ټول افغانستان د علمي، اداري او تعلیمي پرمختګ لپاره مهمي مشورې وړاندي کوي.

په دې ناسته  کي،  د بورډ د راتلونکو غونډو د څرنګوالي او مهالوېش، د پوهنتون اوسني وضعیت او اړتیاوو ته لنډه کتنه، د محصلينو د مطالعې، ځيرکتيا او فعاليتونو لپاره د غړو وړاندیزونه او د ګډونوالو خبري او وړاندیزونه تر بحث لاندي ونیول سوه.

د بورډ د غړو له لوري د پوهنتون د کیفیت لوړولو، د تدریس د طریقو د پراختیا، د محصلینو د مهارتونو او پیاوړتیا او د تعلیمي تګلارو د اصلاح په اړه هم مهم وړاندیزونه وړاندي سوه.

د ناستي په پای کي محترم مفتي ابو احمد صاحب،  د ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او ډاډ  یې څرګند کړ، چي د بورډ وړاندیزونه به په پوره پاملرني اورېدل کیږي، چي تر تحلیل وروسته به یې پلي کېدو ته لاره هواریږي.

د غونډي په پای کي، د بورډ پر لایجې جوړولو هم بحث ترسره سو او مجلس په دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه, اګست 26 2026 2:46 PM
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

چهارشنبه, جولای 01 2026 2:01 PM
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه, جون 15 2026 5:21 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

BACK TO NEWS