.د ښووني او روزني پوهنځي علمي او اداري فعاليتونه و ارزول سوه

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۵۴
ارزونه

د پوهنځیو د ارزونو د لړۍ په دوام، نن چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو د دې پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنځی علمي او اداري چاري یې له نیږدې و ارزولې.

د ارزوني پر مهال د یاد پوهنځي د حاضرۍ او ثبت کتابونه، راپورونه، کاري پلانونه، پرېکړي، اجنډاوې او نور اړوند اسناد وکتل سول او د تدریسي بهیر د کیفیت، د استادانو د تدریس طریقه او د محصلانو د علمي پرمختګ څرنګوالی هم په دقت سره وارزول سو.

ښاغلي ابو احمد صاحب د یاد پوهنځي له مسؤلینو او استادانو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چي د ښووني او روزني پوهنځی د ټولني د فکري او علمي بنسټونو په پیاوړتیا کي خورا مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه چي د همدې پوهنځي له لاري راتلونکي ښوونکي او روزونکي روزل کېږي، نو ځکه اړینه ده چي استادان د معیاري تدریس تر څنګ د محصلانو د فکري روزني، علمي څېړني، مسلکي وړتیاوو او د ښوونیزو مېتودونو په پیاوړتیا کي ځانګړې پاملرنه وکړي، څو داسي وړ او متعهد ښوونکي وروزل سي چي وکولای سي د هیواد د ښوونیز نظام د پرمختګ او د راتلونکو نسلونو د سالمي روزني لپاره اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.

بايد وويل سي چي دا ډول ارزوني د علمي چارو د لا پیاوړتیا او د پوهنتون د اداري او تدریسي بهیر د لا ښه والي په موخه ترسره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه, اګست 26 2026 2:46 PM
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

چهارشنبه, جولای 01 2026 2:01 PM
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه, جون 15 2026 5:21 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

BACK TO NEWS