د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.
د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زدهکړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.
د یادي پروژې په چوکاټ کي د پوهنتون د بېلابېلو برخو د اساسي ترمیم، رغوني او ساتني ترڅنګ، د تدریسي بلاک د تهویې سیستم د اوبو له شبکې سره نښلول، د تدریسي بلاک د داخلي او خارجي رنګمالۍ چاري، د ګدامونو جوړول، د وترنرۍ پوهنځي له پاره د حیواني کلینیک ساحې هوارکاري، د پوهنتون د عمومي چوک رغول، د سایوانونو او پارټیشن دېوالونو ترمیم، ایزوګام، د صنفونو د سټېجونو رغول او د پوهنتون په بېلابېلو برخو کي نوري اړیني ترمیماتي او رغنیزي چاري شاملي دي.
د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال، الحاج مولوي حبیب الرحمن حبیب صاحب، وایي چي د یادي پروژې په بشپړېدو سره به د پوهنتون ګڼ شمېر ساختماني او خدماتي ستونزي هواري سي او د محصلانو لپاره به د تدریس او زده کړي لا ښه او مناسب چاپیریال برابر سي.
نوموړی زیاتوي، هڅه کیږي چي د پروژې ټولي چاري د ټاکل سویو معیارونو او پلان سره سم بشپړي او د پوهنتون د اړتیاوو په برخه کي ترې اغېزمنه ګټه واخیستل سي.
