د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴۶
راپور

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د یادي پروژې په چوکاټ کي د پوهنتون د بېلابېلو برخو د اساسي ترمیم، رغوني او ساتني ترڅنګ، د تدریسي بلاک د تهویې سیستم د اوبو له شبکې سره نښلول، د تدریسي بلاک د داخلي او خارجي رنګمالۍ چاري، د ګدامونو جوړول، د وترنرۍ پوهنځي له پاره د حیواني کلینیک ساحې هوارکاري، د پوهنتون د عمومي چوک رغول، د سایوانونو او پارټیشن دېوالونو ترمیم، ایزوګام، د صنفونو د سټېجونو رغول او د پوهنتون په بېلابېلو برخو کي نوري اړیني ترمیماتي او رغنیزي چاري شاملي دي.

د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال، الحاج مولوي حبیب الرحمن حبیب صاحب، وایي چي د یادي پروژې په بشپړېدو سره به د پوهنتون ګڼ شمېر ساختماني او خدماتي ستونزي هواري سي او د محصلانو لپاره به د تدریس او زده‌ کړي لا ښه او مناسب چاپیریال برابر سي.

نوموړی زیاتوي، هڅه کیږي چي د پروژې ټولي چاري د ټاکل سویو معیارونو او پلان سره سم بشپړي او د پوهنتون د اړتیاوو په برخه کي ترې اغېزمنه ګټه واخیستل سي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS