!د هلمند د پنبې د پروسس فابریکې ته د فزیک څانګي د زده کړیالانو علمي سفر

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۸:۲۷
image

د هلمند د پنبې د پروسس فابریکې ته د فزیک څانګي د زده کړیالانو علمي سفر!

 

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۳/۷/۱۴۰۲ 

 

د فزیک څانګي زده کړیالانو او استادانو د علمي سفرونو په لړ کي دا ځل د هلمند ولایت د پنبې د فابریکې څخه لیدنه وکړه. د سفر ګډونوالو ته ددې فابریکي د تخنیکي او مسلکي مرستیال انجنیر محمد حسین نیازي لخوا د فابریکې اړوند معلومات وړاندي سول.

انګرېزي کمپنۍ لخوا د ۳۰ - ۲۵ زره ټنه  PLATT-LUMMUS دا فابریکه په۱۳۴۶ ه ش کال 

پنبې د پروسس په ظرفیت د یو سهامي شرکت په ډول په فعالیت پیل وکړ. ددې فابریکې تولیدات عبارت دي له: مالوچ پنبه، لنتر پنبه، غوړي، صابون، کنجاره او پوستک. مالوچ پنبه چي په نساجي کي د تار او ټوکر په جوړولو کي ورڅخه کار اخیستل کېږي، د فابریکې د اصلي تولید په حیث د ټول تولید ۳۰-۳۸ سلنه جوړوي.

 

یاده فابریکه درې تولیدي دستګاوي او څلور کومکي او تخنیکي دستګاوي لري. د هلاجو دستګاه د څلور جوین او یو پریس ماشین په لرلو سره ۱۰۰-۹۰   ټنه په ورځني ظرفیت سره مالوچ پنبه د پنبه دانې څخه جلا کوي.

لومړی پنبه په پایپونو کي د هوا په مرسته د هلاجو دستګاه ته انتقالېږي او بیا مالوچ پنبه د پنبه دانې څخه تر جلا 

کېدو وروسته د ۱۵۵ کېلو ګرامه ګاټ په شکل پریس کې‌ږي.

وروسته پنبه دانه هم په پایپونو کي د هوا د جریان په مرسته لنتر، غلبېل او د تېل کشي د ستګاوو ته انتقالېږي چي هلته ورڅخه د لنتر پنبې، کنجارې، پوستک، غوړي او صابون مشتقاق لاسته راځي.

دا فابریکه د اړتیا وړ انرژي د دوو برېښنایي جنراتورونو څخه تر لاسه کوي چي هر یو یې د ۵۰۰ کېلو واټه

 ظرفیت لري. د یادوني وړ ده چي یاده فابریکه د روان کال لپاره د څلورنیم زره ټنه پنبې د رانیولو لپاره بودیجه ځانګړې کړېده.

 په وروستیو کي د اړوند مسؤلینو لخوا د خامو تېلو د پخولو او تصفیه کولو پروسه هم په عملي ډول تشریح سوه.

 

هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

پنجشنبه, مې 16 2024 2:02 PM
Background image

د سلګونو زده کړیالانو څخه د ژبو د زده کړي کورس لپاره ازموینه واخیستل سوه

 

نن پنج شنبه دهلمند پوهنتون له لوري د سلګونو هغو محصیلنو  څخه ازموینه واخیستل سوه، چي د ژبو د زده کړي په کورس کي یې نوملیکنه کړې وه.

د ژبو د زد ه کړي لنډ مهاله کورسونه چي څو ورځي. . .

چهارشنبه, مې 15 2024 4:11 PM
Background image

د ښووني او روزني پوهنځي د ګڼو څانګو د ۱۵۰ زده کړيالانو د پايليکونو دفاع پيل سول

نېټه ۱۴۴۵/۱۱/۷ ه.ق کال

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د زده کړیالانو د مونوګرافونو/پایلیکونو دفاع لړئ د یوې غونډي په ترڅ کي پیل سول.

یاده غونډه چي د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي وه،. . .

سه شنبه, مې 14 2024 4:59 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د علمي شورا غونډه ترسره سوه

نن سې شنبه د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خوني کي د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۳ مالي کال د علمي شورا غونډه ددې پوهنتون د رئیس شیخ مولوي حافظ محمد نسیم حقاني په مشرۍ ترسره سوه.

د هلمند. . .

BACK TO NEWS