.د هلمند پوهنتون رئیس د مشرتابه مقام د ۳ یمه ګڼه هدایت تشریح وړاندي کړه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۴:۴۲
سمینار

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د فرمانونو د تشریح په لړ کي د ۳ يمي ګڼي هدایت تفصیلي تشریح وړاندي سوه. په دې علمي او دیني سمینار کي د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ګډون کړی و.

سمینار د هلمند پوهنتون د رئیس محترم الحاج شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په وینا پیل سو.

 نوموړي د مشرتابه مقام درېیمه ګڼه مهم فرمان، چي د ۱۴۳۷ هـ ق د شوال پر ۵ مه نېټه صادر سوی و، تشریح کړ. د دغه فرمان له مخي، که د مخالفي ډلي کوم کس له جګړې لاس واخلي او اسلامي امارت ته پناه وروړي، نو اسلامي امارت ته لازمه ده، چي هغه ته پناه، امنیت او بشپړ امان ورکړي او د هر ډول زیان څخه یې خوندي وساتي.

محترم  ابو احمد صاحب په خپلو څرګندونو کي وویل، چي په اسلامي نظام کي د بهتان، تخریب، بې‌ اساسه تورونو او ناحقه بدنامولو ځای نسته. هغه زیاته کړه، چي که څوک د اسلامي نظام په اړه ناسمي خبري کوي، د الله جل جلاله څخه دي د عفوي غوښتنه وکړي. نوموړي ټینګار وکړ، چي د پردیو په اشاره او د بهرنیو په لمسون د اسلامي نظام پر ضد د هر ډول فعالیت مخنیوی اړین دی.

په وینا کي د پناه ورکولو ارزښت د اسلامي شریعت له مخي  تشریح سو. محترم شیخ صاحب وویل، که یو ظالم کس هم د یوه مسلمان تر پناه لاندي راسي، نو د ټولو مسلمانانو شرعي مکلفیت دی، چي د هغه پناه ته درناوی وکړي. اسلام د امنیت، سوکالۍ او انساني کرامت دین دی او هیڅکله ناحقه وژنه، وحشت او ترهګري نه مني. نوموړي د فرمان د محتوا په استناد یادونه وکړه، چي کله یو کس ته د امان وینا ورکړل سي، بیا د هغه پر ژوند تېری د اسلام له اصولو سره هیڅ سمون نه لري.

همدارنګه په غونډه کي ټینګار وسو، چي د اسلامي نظام ساتنه د هر وګړي شرعي او ملي مسؤلیت دی. ګډونوالو ته دا یادونه هم وسوه، چي هيچا ته باید اجازه ور نه کړل سي، تر څو د خلکو تر منځ فتنه، ورانکاري او بې‌اتفاقي خپره کړي.

غونډه د دعائیه ویناء په ویلو سره پایته و رسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د هلمند پوهنتون او د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.

نن ورځ د هلمند پوهنتون او د هلمند ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د علمي، تخنیکي او مسلکي همکاریو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.

دغه هوکړه لیک داسي. . .

BACK TO NEWS