.هلمند پوهنتون کي  د فکري روزني سیالۍ د ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۵۵
سیالي

 

نن د هلمند پوهنتون د ابو داؤد سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کي د فکري روزني سیالۍ ستاینغونډه، ددې پوهنتون،  د الرباط فکري او فرهنګي ادارې، د اطلاعاتو او کلتور او پوهني ریاستونو په ګډي همکارۍ جوړه سوې وه، چي په کښې د پوهنتون مرستیالانو، د څانګو آمرینو، استادانو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازو، د الرباط ادارې مسؤلینو، محصلانو، طالب‌العلمانو او ګڼو ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډه د اسلامي ثقافت د څانګي د استاد مفتي محمد ابراهیم عثماني صاحب په وینا پیل سوه. نوموړي په خپلو خبرو کي د دې ډول فکري او علمي پروګرامونو دوام د اسلامي فکر د پراختیا او د اسلامي عقیدې د ټینګښت لپاره اړین وباله. هغه زیاته کړه، چي مسلمانان باید د کلتوري یرغلونو پر وړاندي خپل فکري هویت وساتي او د اسلامي اصولو په رعایت او تطبیق سره د پرمختګ لاره خپله کړي.

وروسته د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي، مولوي حبیب الرحمن محیب‌الرسول صاحب خبري وکړې. نوموړي وویل، چي د دوی د ادارې موخه دا ده، چي د فکري روزنو له لاري د هیواد نوی نسل د اسلامي فکر په رڼا  کي سمبال کړي. هغه زیاته کړه، چي پر موږ تپل سوی بهرنی کلتور زموږ د ارزښتونو او هویت پر ضد تمامیږي، حال دا چي پرمختللي هیوادونه خپل کلتورونه خوندي ساتي او د خپلو عقایدو سره سم یې پالنه کوي، له همدې امله دوی پرمختللي بلل کیږي.

د غونډي په دوام کي د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت صاحب هم وینا وکړه. نوموړي د ځوان نسل مسؤلیت ته په اشارې وویل، چي ټول هغه محصلان او زده‌کوونکي، چي د علم په بهیر کي بوخت دي، د هیواد د راتلونکي معماران دي. هغه له ګډونوالو وغوښتل، چي د خپلو زده‌کړو ترڅنګ د اسلامي فکر او سالم ذهن روزني ته هم جدي پام وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي مولوي شیر محمد وحدت صاحب هم په خپلو خبرو کي، د اسلامي فکر پیاوړتیا د ټولني د ستونزو د حل او د هیواد د معنوي پراختیا مهمه وسیله وبلله.

په وروستۍ برخه کي، د فکري روزني سیالۍ ۲۰ تنه ممتاز ګډونوال د بری لیکونو او  ډالیو په ترلاسه کولو سره ونازول سول. په یاده سیالي کي خالد احمد د لومړي مقام ګټونکی وګرځېد، فخرالدین دوهم، نصرت‌الله دریم، محمد میلاد څلورم او ظهورالله پنځم مقام خپل کړ. چي د دوی د ستایني په پار  د لومړي مقام ګټونکي ته یو بایسکل، د دوهم او دریم مقام ګټونکو ته لیپ ‌ټاپ کمپیوټرونه او د څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته الفجر ساعتونه د ډالۍ په توګه ورکړل سول.


باید وویل سي، چي د دې فکري روزني سیالۍ ازموینه څو ورځي وړاندي د هلمند پوهنتون په انګړ کي، د همکارو ادارو د استازو په حضور کي، په پوره شفافیت سره ترسره سوې وه. چي  پايلي یې نن د ستاینغونډي په مراسمو کي اعلان او بریالي ګډونوال رسمي وپیژندل سول.

غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېدل.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۵ ه.ق

هلمند پوهنتون
د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه, جون 15 2026 5:21 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه شنبه, جون 09 2026 10:59 AM
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

دوشنبه, مې 25 2026 1:51 PM
Background image

د هلمند پوهنتون او د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.

نن ورځ د هلمند پوهنتون او د هلمند ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د علمي، تخنیکي او مسلکي همکاریو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.

دغه هوکړه لیک داسي. . .

BACK TO NEWS