.هلمند پوهنتون کي د ۱۴مي دورې د محصلانو د فراغت شانداره غونډه ترسره سوه

helmand@123
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۵:۱۷
۱۴ دوره فراغت

 

هلمند پوهنتون کي د ۱۴مي دورې د محصلانو فراغت غونډه په داسي حال کي تر سره سوه، چي پر مهال یې د هلمند سر پرست والي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست رئیس او د پوهني رئیس ترڅنګ یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو، د پوهنتون رهبرۍ استادانو، محصلانو، د فارغینو د کورنیو غړو او په زرګونو عامو وګړو ګډون کړی وو.

 

په دې مناسبت ۴۴۸ تنه محصلان له بېلابېلو پوهنځیو؛ شرعیات، اقتصاد، وترنري، انجینري، ښوونه او روزنه، کرهڼه او ۱۰ تنه د علم قرائت فاضلان  په بریالۍ توګه فارغ سول او د خپل علمي ژوند نوي پړاو ته داخل سول.

 

د هلمند پوهنتون رئیس، شيخ الحدیث والتفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په غونډه کي محصلانو ته وینا وکړه. نوموړي فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنګ یو شمېر مهمي سپارښتني هم وړاندي کړلې. هغه وویل تاسو فارغ محصلان باید له خلکو سره په درناوي، مسؤلیت او مسلکیتوب چلند وکړئ. دې وروستیو څلورو کلونو کي په هلمند پوهنتون کي په سلګونه میلیونه افغانۍ ستاسي د درسي توکو او چاپیریال جوړوني لپاره مصرف سوي دي، هڅه وکړئ چي د ټولنې پرمختګ او ښېرازي ته خپلي علمي مشورې او وړاندیزونه وړاندي کړئ..

عصري زده کړو ته ادامه ورکړئ، ځکه نن ورځ پرمختګ د علم، ټکنالوجۍ او نوي مهارتونو زده کولو پوري تړلی دی. دا زده کړي تاسو ته دا وړتیا درکوي چي خپل هیواد او ټولنه ته ګټور و اوسئ.

ښاغلي شيخ الحدیث مفتي ابو احمد صاحب، زیاته کړه محصلان باید د ټولني مثبتو ارزښتونو ته ژمن واوسي، دیني او اخلاقي اصول رعایت کړي او د انساني درناوي، ښووني او سولي د فرهنګ پیاوړتیا کي برخه واخلي.

نوموړي پر استادانو هم غږ وکړ او ویې ویل، تاسو باید داسي محصلان وروزئ، چي هم مسلکي وي او هم له اسلامي روحیې برخمن وي.

خبریالان، لیکوالان او ادیبان باید د ژبي او قلم له لاري د ټولني اصلاح، پوهاوي، تعلیم او سالم فکر خپرولوکي رغنده رول ولوبوي، ځکه دا د هغوی مهم مسلکي مسؤلیت دی.

د هلمند د پوهني رئیس محترم مولوي محمد عوض انصاري صاحب، هم غونډي ته وینا وکړه او فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ یې زیاته کړه، چي تعلیم زموږ د هیواد د راتلونکي بنسټ دی. زه هیله لرم چي دغه فارغان به د ښووني او روزني په ډګر کي نور هم فعاله سي او نورو ځوانانو ته به الهام ورکړي.

 

د غونډي په لړ کي، د محصلانو په نماینده ګۍ نجیب الله تکل خبري وکړې، هغه د پوهنتون د رهبرۍ او استادانو مننه وکړل او زیاته یې کړل، چي پوهنتون ته زموږ راتګ په داسي حال کي وو، چي په دې مرکز کي د زده کړي لپاره لازم توکي او سالم چاپیریال نه وو موجود، خو نن دا دی د دې علمي او شخصیت جوړوني مرکز څخه په داسي حال کي فارغیږو، چي هرڅه امکانات برابر دي.

 

د غونډي نورو ځانګړو ویناوالو، د هلمند د علماوو شورا رئیس شی/خ الحدیث مولوي محمد اسماعیل صاحب  او سر پرست والي محترم الحاج مولوي محمد نبي حماس صاحب، فارغینو ته د مبارکۍ مراتب وړاندي کړل او له محصلانو یې وغوښتل، چي په ټولنه کي خپل مسؤلیت ته جدي پام وکړي او د وطن د ابادۍ، ښېرازۍ او پیاوړتیا لپاره هڅي وکړي.

نوموړو د عالیقدر حفظه الله د امت خیر خوا او پر اسلام ولاړ شخص یاد کړ، چي همېش ور سره د مسلمانانو د بچیانو د تعلیم او زده کړي فکر ور سره وي، نو په کار ده چي د هیواد ځوان قشر د خپل امیر له سپېڅلو احساساتو الهام واخلي او د دین او هیواد د دفاع روحیه ژوندی و ساتي.

 

د غونډي په منځنۍ برخه کي د هلمند پوهنتون د رغنیزو چارو یوه مستنده ویډیو  ګډونوالو ته خپره سوه.

 

په پای کي ټولو فارغ سویو محصلانو ته د فراغت سندونه (ډیپلومونه) توزیع سول او غونډه د دعائيې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۶
Background image

د هلمند پوهنتون او چاپېریال ساتني ریاستونو د وچو سیمو د زرغونولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او د هلمند ولایت د چاپېریال ساتني رئیس الحاج ملا محمد عیسی اغا، په یوه لیدنه کي د چاپېریال ساتني، سرسبزه کولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۴
Background image

په هلمند پوهنتون کي ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتو مدیریت له لوري، د خدماتو مدیریت په همکارۍ، ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د مسؤلینو په وینا، د یادو چوکیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

BACK TO NEWS