نن یکشنبه، ۲۵ / ۴ / ۱۴۰۲ نېټه هلمند پوهنتون دوهمه ورځ هم د علمي او څېړنیز معلوماتي ورکشاپ کوربه و.

helu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۱۲
image
نن یکشنبه، ۲۵ / ۴ / ۱۴۰۲ نېټه هلمند پوهنتون دوهمه ورځ هم د علمي او څېړنیز معلوماتي ورکشاپ کوربه و.
د غونډي پیل د کلام الله د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وسو.
د ورکشاپ په دوهمه ورځ کي لومړی موضوع ( کتابتوني او ساحوي څېړني) تر سرلیک لاندي د ښاغلي دوکتور پوهنمل نوراحمد ایمل له لوري وړاندي سوه، چي په یاده موضوع یې هر اړخیز بحث وکړ، د څېړني له انګېزې نیولي بیا د کتابتوني او ساحوي څېړني تر ډولونو، پوښتنپاڼو، مرکو او نورو اهمو موضوعاتو پوري په جامع او مانع ډول وشنل سول.
ورپسې د( د څېړنو مخکنیو اثارو ته کتنه) تر سرلیک لاندي موضوع د ښاغلي پوهنمل عبدالولي هجران له لوري وړاندي سوه.
نوموړي علمي اثارو ته کتنه د څېړنې له اساساتو وګڼله، ګټي، ډولونه او نمونې یې په ښکلي فصاحت سره وړاندي کړې.
په پای کي د ورکشاپ دوهمه ورځ د دعایې په کولو سره پای ته ورسېده.
هلمند پوهنتون د نشراتو كمېټه

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS