په هلمند پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي د ارزونې پایلو شریکولو غونډه ترسره سول

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۵:۳۰
تضمین کیفیت ارزونه

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۸ هـ  ق

نن یکشنبه، د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د کیفیت لوړاوي آمریت له لوري د ارزونو د پایلو شریکولو په موخه غونډه ترسره سوه. په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او د څانګو آمرینو او تدریسي مدیرانو ګډون کړی و.

غونډه د کیفیت لوړاوي آمریت مشر پوهنیار جاهد احمد "دراني" په وینا پیل سوه. نوموړي په پیل کي د پوهنتون د کیفیت لوړاوي د ارزښت په اړه خبري وکړې او له هغه وروسته یې د خپل آمریت د لوري د ترسره سویو ارزونو د پروسې په اړه معلومات شریک کړل.

ښاغلي دراني د څانګو آمرینو او تدریسي مدیرانو ته د کیفیت لوړاوي په برخه کي یو شمېر سپارښتني وکړې او له هغوی یې هیله څرګنده کړه، چي د تضمین کیفیت معیارونه په بشپړ ډول پلي کړي.

د غونډې په پای کي د ۱۴۰۳ کال په بهیر کي د پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمریت له لوري د ټولو څانګو او تدریسي مدیریتونو د ارزونو پايلي شريکي سوې. هغه څانګي او مدیریتونه چي په دې برخه کي یې ښه کار کړی وو، ستاینلیکونه ترلاسه کړل.

غونډه په اختیامیه دعا سره پای ته ورسېدل

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS