.په هلمند پوهنتون کي د استاد د مسؤلیتونو په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو

۱۷/۵/۱۴۴۶ ه.ق
نن سې شنبه، د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استاد مسؤلیتونو تر سرلیک لاندي یو اصلاحي سمینار وړاندي سو، چي پکښې د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو برخه اخیستې وه.
د سمینار پیل د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له لوري وسو. هغه په خپلو علمي خبرو کي د استادانو د مسؤلیتونو په اړه ژور بحث وکړ او د دیني او اخلاقي اړخونو په پام کي نیولو سره یې د استادانو پر مسؤلیت ټینګار وکړ.
ښاغلي ذاکر وویل، هر نعمت چي الله تعالی انسانانو ته ورکړی، په هغه کچه یې مسؤل او ځواب ویونکي هم دي.
د دعوت او ارشاد آمر د استاد د لومړني مسؤلیتونو په اړه خبري وکړې، ده وویل، استاد باید د خپلو محصلانو سره مهربانه او عاطفي چلند وکړي. داسي تدریسي مېتودونه وکاروي چي د زده کوونکو لپاره زده کړه اسانه کړي.
دغه راز نوموړي د محصلانو د موقف په اړه هم خبري وکړې، نوموړي وویل، هغه محصلان چي د تعلیم لپاره هلي ځلي کوي، باید د خپل موقف او ارزښت په اړه پوهه ترلاسه کړي، استاد باید په دې برخه کي دوۍ ته روحیه ورکړي.
د سمینار په بهیر کي ښاغلي عبدالقیوم ذاکر پر ګڼو نورو مواردو سربېره د دې ټکي پر اهمیت هم ټینګار وکړ، چي استاد باید خپلو زده کړیالانو ته د ظالمانه نظامونو په وړاندي د مسؤلیتونو په اړه واضح لارښووني وکړي، دوۍ داسي چمتو کړي، چي خلګ یې د د انرژۍ څخه ناسمه ګټه وانخلي.
د سمينار په وروستي کي ښاغلي ذاکر استادانو ته د عدالت او مساوات یادونه وکړل او له دوی یې وغوښتل، چي د محصلانو سره توپیري چلند ونه کړي.
په پای کي سمینار په دعائیې سره پای ته ورسېد.