د انجنېرۍ پوهنځي پېژندنه
د انجنېرۍ پوهنځي د هلمند پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې د سیول او (اوبو او چاپېریال ساتنې) څانګو په درلودلو سره تاسیس شوه. په ۱۳۹۱ لیږدیز کال کې د لښکرګاه ښار په عالي دارالمعلمین کې د سېول څانګې په ګډون د ۹۵ زده کړیالانو سره د تدریس فعالیتونه پیل شول. اوس مهال د دې پوهنځي ۱۷ تنه رسمي استادان دي، چې له دې ډلې ۵ تنه دوکتوران، ۶ تنه ماسټران، او ۶ تنه لیسانس استادان د تدریس چاري مخته وړي. د پوهنځي د تاسیس څخه تر اوسه پورې د سیول څانګې څخه ۶۶۱ تنه انجینران فارغه کړي دي. د (اوبو او چاپېریال ساتنې) څانګه په ۱۳۹۹-۱۴۰۰ تحصیلی کلونو کې په تدریس پیل وکړ، چې تر اوسه له دې څانګې څخه یوه دوره ۳۰ تنه فارغین لري. د برېښنا څانګه په ۱۴۰۰-۱۴۰۱ تحصیلی کلونو کې تاسیس شوه او په تدریس یې پیل کړ، خو تر اوسه له دې څانګې څخه هیڅ فارغین نه لري. اوس مهال د پوهنځي په دریو څانګو کې ۵۰۷ تنه برحاله زده کړیالان زده کړې کوي، چې له دې ډلې ۲۵۰ تنه د سیول څانګې، ۱۵۷ تنه د (اوبو او چاپېریال ساتنې) څانګې، او ۱۰۰ تنه د برېښنا څانګې زده کړیالان دي. د انجنېرۍ پوهنځي د هلمند پوهنتون د سېول، (اوبو او چاپېریال ساتنې)، او برېښنا څانګو په درلودلو سره د هلمند ولایت د انجنېرۍ زده کړو په برخه کې مهم رول لوبوي او په راتلونکو کلونو کې به د نورو فارغینو په تولید سره د هېواد د انجنېرۍ او تخنیکي پرمختګ لپاره مرسته وکړي.
رسالت Mission
انجنیري پوهنځی په مختلفو څانګو(سېول، (اوبو او چاپېریال ساتنې) او برېښنا) کښي تل هڅه کوي چي زده کړیالان په ښه کیفیت سره وروزي، ترڅو د ټولني د بدلیدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوګه سي. په علمي څیړنو کي ښه والی او پرمختګ د پوهنځۍ د رسالت لپاره اړین دی. او په منظمه توګه د خپلو مهارتونو او کیفیت د لوړولو لپاره هڅه کوي. پوهنځۍ د ډیر ښه زده کړیز چاپېریال د چمتو کولو لپاره هڅه کوي او د خپلو زده کړیالانو او غړو ترمنځ د همکارۍ او متقابل احترام روحیه رامنځ ته کوي. انجنیري پوهنځۍ اخلاقي کړنو او د ټولني په وړاندې مسؤلیت ته لمړيتوب ورکوي او هغه کلتور ته ژمنه ده چي زموږ په ټولنه کي اسلامي او ټولنیز اړخ ولري.
لیرلید Vision
د انجنیري پوهنځۍ هڅه کوي چي په ښه کیفیت او رهبری سره د انجنیرۍ زده کړې، علمي څیړنې او ټولنیز خدمات د محلي او نړیوالو معیارونو په نظر کښي نیولو سره مخته یوسي.
هدف Goal
په معیاری کچه په ټولنیزو، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ساینسي برخو کي د علمي اومسلکي کادرونو روزل.
موخي Objectives
ـ په پوهنځی کي د استادانو وړتیا لوړولو ته وده ورکول.
ـ په ځان باندي بسنه، نوښت او ګډ کار کولو ته زمینه برابرول.
ـ ټولني ته د ښه کیفیت لرونکو علمي کدرونو وړاندې کول ترڅو ملي اواسلامي ارزښتونوته درناوی ولري
ـ د تدریس په برخه کي د نوي تکنالوژۍ څخه د استفادي دودول او د یادسوي تکنالوژۍ په مټ دتدریس د بېلابیلو او پرمختللو لارو څخه استفاده کول ترڅو زده کړیالان په معیاري ډول سره وروزل سي.
ـ علمي څیړنو ته وده ورکول.
ارزښتونه Merits
- لوړ کیفیت
- سالم او مؤثر مدیریت
- د پوهنځۍ په ټولو چارو کې شفافیت او د هر ډول فساد مخنیوی
- د ټولو اسلامي اوبشري ارزښتونو درناوی
- د هر ډول کينې، اوکرکي مخنیوی
