.د هلمند پوهنتون له لوري د امنیه قومندانۍ منسوبینو ته پنځه ورځنی علمي سمینار تر سره سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۷
سمینار

د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له خوا، د هلمند امنیه قومندانۍ منسوبینو ته پنځه ورځنی علمي او مسلکي سمینار وړاندي سو، چي موخه یې د پوهي لوړول، د اداري چارو لا سمون او د قانون د حاکمیت پیاوړتیا وه.

 

یاد سمینار د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت او د هلمند امنیه قومندانۍ د اداري چارو معاونیت اړوند د ښووني او روزني مدیریت ترمنځ د ګډو همکاریو په پایله کي تر سره سو. دا علمي پروګرام د امنیه قومندانۍ د ښووني او روزني مدیریت د کلني پلان پر بنسټ ترتیب سوی وو.

 

په نوموړي سمینار کي د هلمند امنیه قومندانۍ د اداري او کشفي شعباتو مدیرانو، د ولسوالیو او کنډکونو قومندانانو او همدارنګه د امنیتي حوزو آمرینو فعاله ګډون درلود.

 

دغه پنځه ورځنی سمینار د هلمند پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د استاد، شیخ الحدیث و التفسیر مولوي عبدالهادي "حلیم" صاحب او د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا د عمومي مدیر محترم نیاز محمد "احساس" صاحب له خوا وړاندي سو.

 

 په یاد سمینار کي د اداري فساد سره د مبارزې، د قانون د حاکمیت، په چارو کي د شفافیت، اغېزمن مدیریت، عامه پالیسي او د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین "حفظه الله" د ۱۷م ګڼه فرمان تشریح هم وسوه، چي ګډونوالو ته یې د شرعي، اداري او ټولنیزو مسؤلیتونو په اړه روښانه لارښووني وړاندي کړې.

 

د یادوني وړ ده چي د هلمند پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخي، له دې مخکي هم په بېلابېلو علمي، اداري او ټولنیزو برخو کي ورته پروګرامونو کي فعاله ونډه اخیستې ده، چي دا چاره د پوهنتون او ټولني ترمنځ د اغېزناکي همکارۍ څرګندونه کوي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS