.هلمند پوهنتون کي د امام محمد رحمه الله دیني جامعې د لومړۍ دورې ۲۵ تنه متخصصین فاضلان فارغ سول

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۶:۱۴
فاضلان

نن د هلمند پوهنتون د امام ابو داؤد سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کښي د امام محمد رحمه الله دیني جامعې له لوري د افتاء او قضاء څانګو څخه د لومړۍ دورې د ۲۵ تنه فاضلانو د فراغت په ویاړ شانداره غونډه ترسره سوه.

په دې موخه جوړه سوې غونډه کي د هلمند والي الحاج مولوي امان الدین منصور، د علماوو شورا رئیس الحاج شیخ مولوي محمد اسماعیل، د یادي جامعې رئیس مفتي تاج محمد صهیب، د هلمند پوهنتون رئیس الحاج شیخ مفتي محمد شریف الله ابو احمد، د جهادي مدرسې مهتمم الحاج شیخ مولوي محمد عیسی بریالی، د علماوو شورا مرستیال الحاج شیخ مولوي محمد ګل محمدي او الحاج شیخ مولوي عزیزالله مدني، د بېلا بېلو ریاستونو رئیسانو، علماء کرامو او په سلګونه عامو خلکو ګډون درلود.

د غونډي پیل د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وسو.

وروسته علمآء کرامو د علم پر ارزښت بحث وکړ او علمي برخه کي د تخصص پر اړتیا یې مهمي خبري وکړې.

د هلمند جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث و التفسیر مولوي محمد عیسی بریالی صاحب په خپلو خبرو کي وویل، چي د اسلامي امارت د زړورو مجاهدینو د قربانیو په برکت مو داسي نظام قائم کړ، چي په نړۍ کي یې سیال نه سته. دې ولسونو د ۴۵ کلونو په اوږدو کي زموږ پراخ ملاتړ کړی، په دې اسلامي مبارزه کي وږه په وږه راسره ولاړ پاتي سوي او د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې نه ستړي کېدونکي قربانۍ ورکړي دي.

 

نوموړي زیاته کړه، اوس وخت رارسېدلی، چي تاسي فارغین هم د دین پر رسۍ خپلي منګولي لا ټینګي کړئ. نن خلک له تاسي څخه ډېر لوی امیدونه لري؛ نو هره پرېکړه باید د اسلام مبارک دین په رڼا کي او د ولس د خیر او حق په موخه وکړئ.

 

د غونډي په بهیر کي د هلمند والي مولوي امان الدین منصور صاحب هم خبري وکړې، هغه وویل، ډیر د خوښۍ ځای دی، چي د امن په فضاء کي د متخصصینو فضلاء کرامو د فراغت په غونډه کي حضور لرو، دا د اسلامي نظام برکت دی، چي وحشتونه او بربریتونه یې ختم کړل. ددې ټولو نعمتونو باید شکر وباسو او ددې نظام په ساتنه کي باید خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړو.

محترم والي صاحب زیاته کړه، چي خدای تعالی انسان کمزوری پیدا کړی دی، چي له همدې امله ځیني وختونه تېروتني ترې کېږي. زموږ مسؤلیت دا دی، چي هغوی خپلو تېروتنو ته متوجه کړو، نه دا چي د دغو کمزوریو څخه د سپکاوي او توهین لپاره ناوړه استفاده وکړو.

د علماوو شورا رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مولانا محمد اسماعیل صاحب هم د خپلي وینا په ترڅ کي دا څرګنده کړه، چي د اسلامي نظام په برکت، اوس خلک علماوو ته ډېر په احترام قایل دي.

هغه وویل، ځوانان مو باید د خپل علم او مسلک سره دیانت ته لومړيتوب ورکړي، ځکه داسي علم او فن، چي انسان د اخیرت څخه غافل کوي او زړه سختوي، دا علم مزموم دی.

نوموړي وویل: د اسلامي نظام له برکته په هیواد کي د سرتاسري امن سره، سره، زموږ د هیواد نوی نسل د فکري انحراف څخه و ژغورل سو، ځکه اوس زموږ ټول علمي مراکز د اسلامي عقیدې په پام کي نیولو سره چلیږي او نصاب کي مو د فکر د خرابولو او منحرفولو هیڅ مضمون نه سته.

 

دغونډي په وروستي بهیر کي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د راغلو مېلمنو، علماء کرامو او ګډونوالو د راتګ څخه مننه وکړل او فارغ فضلآء کرامو ته یې د مبارکۍ مراتب وړاندي کړل.

هغه له ګډونوالو، په ځانګړي ډول د فاضلانو څخه، د الله تعالی د شکر ادا کولو غوښتنه وکړل. نوموړي وویل چي پخوا ټولنه له بېلابېلو ستونزو سره مخ وه؛ خلک په ډیرو سمتونو وېشل سوي وه، د دوی تر منځ فاصلې ډېري وې او د زده‌کړي، دیني چارو او ټولنیزو اړیکو سم جریان نه و. استادانو په سختو شرایطو کي هڅه کوله، خو د پراخ ملاتړ او منابعو د کمښت له امله کارونه محدود وو.

ښاغلي ابو احمد صاحب وړاندي زیاته کړه، چي الحمد لله د اسلامي نظام په برکت، دغه مشکلات حل سوي دي. اوس پوهنتونونه او مدرسې یو سوي، محصل او د مدرسې فاضل یو موټی دي، علمي او دیني فعالیتونه منظم سوي، د استادانو او فاضلانو تر منځ همغږي او اتفاق پیاوړی سوی او ټولنه د اسلامي ارزښتونو او اخلاقي اصولو په رڼا کي د پرمختګ په لور روانه ده.

نوموړي نویو فارغ کېدونکو فاضلانو ته لارښوونه وکړه چي ځانونه د ټولني خدمتګاران جوړ کړي، علم په عمل بدل کړي، یو موټی او د خلکو د حقونو ساتونکي و اوسي. هغه فاضلانو ته یې ځانګړې سپارښتنه وکړه چي مسلسله مطالعه وکړي، د وخت پر عصري مسایلو تحقیق وکړي او په فیصلو او قضایاوو کي له ډېر دقت څخه کار واخلي، تر څو د اسلامي نظام د خدمت په لار کي بریالي او مسؤل وګڼل سي.

د غونډي په پای کي فاضلانو ته د دستار فضلیت پګړۍ ور پر سرکړل سوې او سندونه یې ورته وکړل سوه.

غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS