د هلمند پوهنتون د سیالیو ۲۰ غوره محصلان وستایل سول.

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۴۱
راپور

هلمند پوهنتون کي د عاليقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د پنځو فرمانونو کتاب او قرائت سیالیو د ممتازو محصلانو د ستایني لپاره غونډه ترسره سوه، چي په بهیر کي یې ۲۰ تنو ممتازو محصلانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل سوې.

دا غونډه د امام ابو داؤد سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کي ترسره سوه، چي د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون په کښې کړی وو.

د هلمند پوهنتون رئیس، الحاج شیخ الحدیث والتفسیر مفتي شریف الله ابو احمد صاحب، د غونډي پیل وینا کي په اسلامي شریعت کي د نيکو چارو د سیالیو پر ارزښت خبري وکړې. نوموړي محصلان علمي او دیني زده کړو ته وهڅول او ویې ویل، چي هره هڅه یوه تجربه ده او هره تجربه د پرمختګ دروازه پرانیزي. هغه د محصلانو د بریا په برخه کي د کورنیو ملاتړ هم مهم وباله.

ورپسې د دعوت او ارشاد آمر، محترم مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب، د انساني ټولني د ارزښت، د اوامرو د اطاعت او د وګړو د مسؤلیتونو په اړه د شرعي نصوصو په رڼا کي خبري وکړې او څرګنده یې کړه، چي د اسلامي امراوو پیروي لازمي او شرعي اصل لري او په دې برخه کي یې د ټولني مکلفیتونه هم روښانه کړل.

د محصلانو چارو مرستیال، الحاج حافظ سمیع الله یاسر صاحب، د سیالیو د بهیر په اړه معلومات وړاندي کړل او ویې ویل، چي د دې پروګرام موخه د دیني زده کړو پیاوړتیا، د قرآن کریم د قرائت د وړتیاوو لوړول او د پنځو فرمانونو کتاب مطالعې ته د محصلانو هڅول دي.

د غونډي په پای کي د دواړو سیالیو لومړي، دویم او دریم مقام ګټونکو ته د کلام الله مبارک کتابونه، کمپیوټرونه، او ستاینلیکونه ورکړل سول او نورو ممتازو محصلانو ته هم ډالۍ ووېشل سوې.

هیره دي نه وي، چي هلمند پوهنتون تر دې وړاندي هم د محصلانو د دیني او علمي وړتیاوو د پیاوړتیا او د سالمي سیالۍ د فرهنګ د ودي په موخه بېلابېل علمي او دیني پروګرامونه ترسره کړي دي. 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS