د پروپوزل او مونوګراف ليکلو لارښود سمينار ارائيه سو

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۴۴
منوګراف لیکنه

نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کښې د څېړني کمېټې له لوري د مونو ګراف ليکلو لارښود علمي سمينار وړاندي سو.

په سمينار کي د پوهنځيو رئيسانو، امرينو، استادانو او محصلانو ګډون درلود.

د پيل په وينا کي د ښووني او روزني پوهنځي رئيس پوهنمل وحيدالله آميري د ياد علمي سمينار  ارزښت او موخي روښانه کړې.

بيا د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د استادانو له لوري ياد علمي سمينار پيل سو.

د سمينار لومړى برخه د پښتو څانګي  استاد او د علمي مجلې آمر دوکتور نوراحمد ايمل له لوري د موضوع  ټاکلو، د لارښود استاد مسؤليتونو او دغه راز د جعل کارۍ څخه د ساتني په اړه معلومات وړاندي کړه.

په دوهمه برخه کي د ياد پوهنځي د فزيک څانګي استاد پوهنيار عبدالوحيد زيار  د مونو ګراف  متني او شکلي جوړښت او پروپوزل جوړولو په اړه خبري وکړې.

په وروستي کي د انګليسي څانګي استاد عبدالحميد آرين د سرليک ثبتولو، د عنوان بدلولو او کنفرانس ارائيه کولو په اړه مطالب شريک کړل.

سمینار د اختتاميه دعا په ويلو پاى ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS