هلمند پوهنتون کي "د شریعت له نظره د ځان وژنه او عواقب يې" په سرليک د پوهاوي سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۳۲
د ځان وژني سمینار

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۳ هـ ق

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښې  د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر د دې پوهنتون مسؤلینو، استادانو، کارمندانو او محصلانو ته  د شریعت له نظره د ځان وژني په اړه د پوهاوي سمینار وړاندي  کړ، چي موخه یې د ځوانانو ترمنځ د ځان وژني څخه د ځان ژغورني په اړه د اسلامي تعلیماتو په رڼا کي د عامه پوهاوي کچه لوړول وه.

مولوي عبدالقیوم ذاکر د سمینار په پیل کي وویل، چي د ځان وژني موضوع په اوسني وخت کي د ځوانانو لپاره یوه جدي ستونزه ده. هغه څرګنده کړه چي اسلام د ژوند د ارزښت په اړه ډيري روښانه لارښووني لري او دا عمل د شریعت له نظره یوه لویه ګناه ګڼل کیږي.

 نوموړي زیاته کړه چي د ژوند په هره مرحله کي  انسان بايد خپل ژوند ته ارزښت ورکړي او له هغه څخه د ځان او  خپلي ټولني په خير ګټه واخلي.

د دعوت او ارشاد آمر د ځان وژني د عواملو په اړه بحث وکړ او په خپلو خبرو کي یې وویل، چي ډیری داسي مسایل موجود دي، چي خلک یې د ځان وژني لپاره بهانه جوړوي او د دې لويي ګناه مرتکب کیږي. هغه څو عمده عوامل ذکر کړل چي په ډیريو حالاتو کي د ځان وژني لامل ګرځي، چي په دې کي تاوتریخوالی، فقر او غربت، ژور خپګان او د نشه یي توکو استعمال شامل دي.

مولوي عبدالقیوم ذاکر په خپلو خبرو وویل، چي کورنی چاپیریال د هر فرد د رواني وضعیت لپاره خورا مهم دی. ده وويل، د کورنۍ غړي باید یو له بل سره په مهربانۍ، درناوي او ملاتړ سره چلند وکړي، خپلي ستونزي سره  شريکي کړي او د حل لارو لپاره ګډه هڅه وکړي. هغه په دې ټینګار وکړ چي د کورنۍ مثبت چاپیریال د فرد رواني او ذهني حالت سره مستقیم تړاو لري او باید هڅه وسي، چي په کورنۍ  کي د سولي او آرامۍ فضا رامنځته سي.

دغه راز نوموړي د اسلام له نظره د ژوند د ارزښت په اړه ځیني آیتونه او حدیثونه هم بیان کړل، چي د ژوند پر اهمیت او د ځان ژغورلو په اړه  یې واضح تګلاري وړاندي کولې، هغه له ګډونوالو وغوښتل، چي د  ژوند په بهیر کي د ستونزو سره د مبارزې لپاره  دي اسلام ته رجوع وکړي او په هیڅ صورت دي ځان ته زیان ونه رسوي.

نوموړي د سمینار په بهیر کي وویل، چي اسلام موږ ته د ژوند د ارزښت، صبر او پر الله تعالی د باور لارښوونه کوي. دى زياتوي، که یو انسان د ستونزو سره مخ سي، نو باید د ژوند په سختیو کي د الله تعالی پر ژمنو باور وکړي، چي دا د انسان لپاره د ژوند د پیاوړتیا او پرمختګ لامل ګرځي.

د سمینار په وروستۍ برخه کي ښاغلي ذاکر له ګډونوالو وغوښتل، چي د ځان وژني په اړه په ټولنه، کورنۍ او ټولګي کي بحث وکړي او په دې برخه کي د اسلامي شریعت دريځ واضح بیان کړي.

سمينار د دعائيې په ويلو سره پاى ته ورسېد

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS