.د هلمند پوهنتون لپاره د کادري روغتون کمپلیکس د مهندسۍ طرحه وړاندي سوه

helmand@123
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۶:۵۸
کمپلیکس

د هلمند پوهنتون د کادري روغتون کمپلیکس د مهندسۍ لومړنۍ طرحه د کابل، له پولتخنیک پوهنتون څخه راغلي تخنیکي پلاوي له ‌خوا د هلمند پوهنتون د رهبرۍ او تخنیکي کارکوونکو په حضور کي وړاندي سوه.

دغه مهمه ناسته د پوهنتون د ریاست مقام په انګړ کي ترسره سوه، چي په کښې د کابل پولتخنیک پوهنتون تجربه ‌لرونکي انجینرانو، د هلمند پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي رئیسانو، استادان او نور علمي او تخنیکي همکاران ګډون کړی و.

د انجینرۍ پلاوي له خوا د کادري روغتون کمپلیکس د جوړولو لپاره یوه شپږ‌ منزله ودانۍ طرحه وړاندي سوه، چي د نړیوالو ساختماني معیارونو مطابق جوړه سوې ده. د طرحي له مخي، روغتون به له پرمختللو اسانتیاوو، معیاري تشخیص، درملني، اداري او تعلیمي برخو څخه برخمن وي.

په دې ناسته کي د هلمند پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي استادانو او تخنیکي همکارانو  هم خپل نظرونه، مشورې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل، تر څو د طرحي د لا پیاوړتیا او تطبیق پر مهال له محلي اړتیاوو سره سم عمل وسي.

راغلی تخنیکي ټیم به د ودانۍ د موقعیت د تثبیت لپاره د ساحې تفصیلي سروې او همدارنګه جیو تخنیکي ازموینې هم ترسره کړي، ترڅو د ځمکي د جوړښت، استقامت او نورو اړینو معلوماتو پر بنسټ وروستۍ طرحه لا دقیق او د تطبیق وړ سي.

د پوهنتون رهبرۍ د راغلي تخنیکي ټیم  له زحمتونو څخه مننه وکړه او د دې پروژې پیل یې د سیمي او  پوهنتون د بنسټیز پرمختګ لپاره مهم ګام وباله.

باید وویل سي، چي  د طرحي وروستۍ منظوري به له اړوندو ادارو سره د همغږۍ له لاري تر لاسه کيږي او وروسته به د عملي کار پیل ته زمینه برابره سي.

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS