.د تکبر، حسد او بغض د اضرارو په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۴
سمینار

 

نن د هلمند پوهنتون په مسجد شریف کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د "تکبر، حسد او بغض" تر عنوان لاندي یو علمي او دیني سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.

د سمینار په پیل کي د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ او مؤذن محترم مولوي محب الله الجمالي صاحب علمي وینا وکړه. نوموړي د خپلي وینا په پیل کي د الله جل جلاله د ذات، قدرت او کمالاتو په اړه هر اړخیز بیان وړاندي کړ او ویې ویل چي الله جل جلاله قادرِ مطلق ذات دی، په هر څه قادر دی او دا نه خوښوي چي څوک د هغه په ذات، صفاتو او افعالو کي شریک وګرځول سي. هغه زیاته کړه چي توحید د اسلام بنسټیز اصل دی او هر ډول تکبر او ځان ستاینه په حقیقت کي د توحید له روحیې سره په ټکر کي ده.

محترم الجمالي صاحب د وینا په بله برخه کي د انسان د فکري او ابدي دښمن یادونه وکړه او ویې ویل چي انسان تل د داسي پټ دښمن سره مخ دی، چي هره لحظه ورته په کمین کي ناست وي او د حسد، بغض او تکبر له لاري هڅه کوي د انسان ایمان، اخلاق او ټولنیز نظم زیانمن کړي. هغه دا رذیله صفات د ټولني لپاره خطرناک فکري او اخلاقي ناروغۍ وبللې، چي د افرادو ترمنځ بې باوري، دښمني او تفرقې ته لاره هواروي.

نوموړي د موضوع د لا ښه روښانتیا لپاره د فرعون د تکبر تاریخي مثال وړاندي کړ او واضح یې کړه چي فرعون د خپل قدرت او ظاهري ځواک له امله ځان لوړ وباله، د حق څخه یې  انکار وکړ او پایله یې د دنیا او آخرت رسوایي وه.

نوموړي پر عاجزۍ، تقوا، ورورولۍ، یو بل ته درناوی پر درناوي ټینګار وکړ او د حسد او بغض څخه یې د ځان ساتني په اړه مهمي مشورې وړاندي کړې.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS