.د مشرتابه مقام ۳۱م او ۴۸م ګڼه هدایتونو تشریح وړاندي سول

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۵
سمینار

 

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د مشرتابه مقام ۳۱م او ۴۸م ګڼه هدایتونو د تشریح سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون د رهبرۍ غړو، استادانو او اړوندو مسؤلینو ګډون درلود.

یاد سمینار د دعوت او ارشاد آمریت آمر، مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له خوا وړاندي سو. نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌ و رعاه دوه مهم فرمانونه تشریح کړل.

د ۱۴۴۰/۶/۱۶ هـ.ق نېټې د ۳۱م ګڼي فرمان له مخي، د هر کمېسیون یا ادارې اړوند اجناس، وسایط او وسایل یوازي د هماغه کمېسیون یا ادارې د رسمي اړتیاوو لپاره تهیه سوي دي. مولوي ذاکر صاحب وویل، چي په فرمان کي ټینګار سوی، چي مسؤلین باید د کمېسیون یا ادارې د تبادلې یا بدلون په صورت کي د وسایلو او اجناسو انتقال نوي مسؤل ته په رسمي، اصولي او ثبت سوي ډول ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، چي د کمېسیونونو او ادارو وسایل امانت دي او د شخصي استفادې، بې‌اجازې تبادلې یا ناحقه تصرف په صورت کي د مسؤلینو شرعي او اداري مسؤلیت رامنځته کيږي. د فرمان عملي کول د شفافیت، نظم او د امارتي شتمنیو د ساتني لپاره مهم بلل سوي دي.

همدارنګه نوموړي یادونه وکړه، چي هر کمېسیون یا اداره باید د خپلو وسایلو د لیست جوړولو، د استفادې ثبت ساتلو او د اړتیا په صورت کي د راپور ورکولو لپاره مکلف وي، څو د شفافیت او اداري څارني معیارونه په بشپړه توګه مراعت سي.

ورپسي نوموړي د ۱۴۴۰/۱۰/۱۸ هـ.ق نېټې د ۴۸م ګڼي فرمان تشریح هم وړاندي  کړه، چي د مجاهدینو د ظاهري بڼي د سمون، په ځانګړي ډول د سر د وېښتانو د تنظیم په اړه صادر سوی دی. په یاد فرمان کي راغلي، چي ځیني مجاهدین د سنتو خلاف د سر وېښتان ډېر زیات اوږده پرېږدي، چي دا کار د مجاهدینو د لایحې د ۸۱ مي مادې مخالفت دی. له همدې امله مجاهدین مکلف دي، چي د شریعت په چوکاټ کي خپله ظاهري بڼه د سیمي د عامو خلکو له بڼي سره برابر کړي.

په فرمان کي نظامي کمېسیون ته د پوهاوي سپارښتنه سوې او د دعوت او ارشاد کمېسیون ته هدایت سوی، چي د ټاکل سوي طرزالعمل له مخي متخلفینو ته توصیه او ارشاد وکړي.

په سمینار کي د دواړو فرمانونو د عملي تطبیق پر ارزښت ټینګار وسو او ګډونوالو ته سپارښتنه وسوه، چي د یادو لارښوونو په رڼا کي خپل مسؤلیتونه په جدي ډول ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS