.هلمند پوهنتون کي محصلانو ته د بېړنیو پېښو د صحي مدیریت سمینار وړاندي سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۷:۵
سمینار

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي محصلانو ته د "بېړنیو پېښو صحي مدیریت" تر سرلیک لاندي معلوماتي سمینار وړاندي سو.

د سمینار موخه دا وه چي محصلان د ناڅاپي روغتیايي پېښو پر مهال د لومړنیو مرستو او سم مدیریت له لارو چارو سره بلد سي.

سمینار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د اقتصاد پوهنځی رئیس پوهنیار محمد نعیم کاکړ صاحب د پرانیستي وینا پر مهال د بېړنیو روغتیايي پېښو د سم مدیریت پر اهمیت خبري وکړې.

نوموړي وویل چي د ناڅاپي پېښو پر مهال پر وخت توجه او چټک اقدام د انسان په ژوند ژغورلو کې مهم رول لري. ده زیاته کړه چي کله جدي روغتیايي پېښه رامنځته سي، اړینه ده چي پوهنځی او اړوند مسؤلین په وخت خبر کړل سي تر څو لازم اقدامات ترسره سي.

ښاغلي کاکړ همداراز ټینګار وکړ چي محصلان باید د خپلو هغو ملګرو لاسنیوی وکړي، چي له داسي پېښو سره مخ کیږي او د لومړنیو مرستو اساسي مهارتونه زده کړي، ځکه د ده په وینا د لومړنیو مرستو پوهه باید د هر محصل لپاره ضروري وي.

ورپسې د ښووني او روزني پوهنځی د بیالوژي څانګي استاد نوماند پوهنیار احسان الله احمدي خپل چمتو کړی سمینار وړاندي کړ.

نوموړي په تفصیلي ډول د بېړنیو روغتیايي حالاتو د پېژندني او لومړنیو مرستو په اړه معلومات وړاندي کړل.

ده په ځانګړي ډول د سوځېدني او د هغې لومړنۍ درملنه، د ویني بهېدنه او د بندولو لاري، د زړه حمله او د بیړني اقدام اړتیا، د هډوکو ماتېدنه او د لومړنیو اقداماتو څرنګوالی، مسمومیت او د ژغورني بنسټیز اصول او دې ته ورته موضوعاتو بحث وسو.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS