.د علم او اخلاقو ترمنځ اړیکي تر عنوان لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۳۴
سمینار

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد امريت له لوري د «علم او اخلاق ترمنځ اړیکه» تر عنوان لاندي اصلاحي سمینار  وړاندي سو، چي په کښې استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي همکارانو ګډون کړی وو.

سمینار د دعوت او ارشاد د امر مولوي عبدالقیوم ذاکر له لوري پیل سو. ، هغه د عقل او علم اړیکه، د علم او اخلاقو تړاو، او په ټولنه کي يې د علم عملي ارزښت په تفصیل سره تشریح کړ.

محترم ذاکر صاحب وويل،  په اسلامي تعلیماتو کي علم او اخلاق یو له بله بېل نه ګڼل کيږي، هغه اخلاق د علم د قبلېدو او برکت اساسي شرط وبلى. نوموړي د قرآن کریم په رڼا کښي دا روښانه کړه، چي الله تعالی د هغو کسانو درجې لوړوي چي ایمان او علم دواړه ولري، چي دا د علم او اخلاقو د ګډ ارزښت څرګندونه کوي.

په سمینار کي يې پر دې هم بحث وکړ، چي پرمختګ یوازي د علم په زده کړه کي نه دى، بلکي په علم باندي د عمل کولو له لاري رامنځته کيږي. هغه ګډونوالو ته دا هم روښانه کړه، چي ټکنالوژي که د اخلاقو له چوکاټ پرته وکارول سي، نو د مثبت پرمختګ پر ځای د بېلابيلو ټولنیزو ستونزو لامل ګرځېدای سي.

همدارنګه محترم مولوى صاحب د اسلام له نظره د استاد پر رول هم رڼا واچول ، نوموړي وويل، چي استاد د علم د رسولو ترڅنګ د اخلاقو د روزونکي دنده هم په غاړه لري او د ټولني د فکري اصلاح مهم رکن بلل کيږي.

په پای کښې محترم ذاکر صاحب دا اړيکه نه بېلېدونکې وبلل او زياته يې کړه، چي، که علم له اخلاقو بېل سي، نو د نجات پر ځای د تباهۍ سبب ګرځي، ځکه  بې له اخلاقو علم د غرور، ظلم او فساد وسیله ګرځېدای سي. له همدې امله علم او اخلاق باید یو له بل سره په توازن کي وساتل سي، ترڅو د فرد او ټولني د اصلاح او پرمختګ سبب وګرځي.

سمينار په دعائيې سره پاى ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS