د هلمند پوهنتون په نوښت د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې پرانيستنه وسوه.

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۴:۴۰
راپور

نن د هلمند پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي په نوښت، د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې پرانيستنه وسوه. په دې مناسبت جوړه سوې غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلانو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست استازي ګډون کړی وو.

دغه غونډه د علامه بستي خطابي تالار کي تنظیم سوې وه، چي  ويناوالو د هلمند پر ادبي تاريخ، د پښتو ژبي او ادب پر وده، د ادبیاتو پر فکري او فرهنګي ارزښت او د محصلانو د عملي روزني پر اهميت خبري وکړې. هغوی د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې پيل د محصلانو د ادبي، ليکنيزو او ويناوالۍ وړتياوو د پياوړتيا لپاره ارزښتناک نوښت وباله.

د دې پوهنتون رئيس محترم شيخ الحدیث والتفسیر مفتي شريف الله ابو احمد صاحب د دغه نوښت هرکلی وکړ او له مسئولينو څخه يې وغوښتل چي د محصلانو د عملي روزني او وړتياوو د پياوړتيا په برخه کي په اخلاص او ژمنتيا کار وکړي.

د علمي چارو مرستيال محترم الحاج مفتي صديق الله همت دغه بهير د تدريسي نصاب لپاره يو ډول عملي لابراتوار وباله. نوموړي څرګنده کړه، چي دغه بهير به محصلانو ته د خپلو ادبي، ليکنيزو او ويناوالۍ وړتياوو د څرګندولو او پياوړتيا ښه فرصت برابر کړ.

د محصلانو چارو مرستيال او د بهير مسئول حافظ سمیع الله ياسر د راتلونکو روزنيزو او ادبي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندي کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست استازي محترم مولوي حيات الله يوسف هم د دغه فرهنګي اقدام ملاتړ څرګند کړ. نوموړي د سیمي د ادب او فرهنګ د پرمختګ لپاره دا فعالیتونه مؤثر وبلل.

په همدې بهیر کي  استاد پوهنمل حميدالله حميدي د ادبیاتو، ليکوالانو او شاعرانو پر ټولنيز مسئوليت رڼا واچوله.

د غونډي په پای کي پوهنمل نذير احمد رښتيني او نوماند پوهنیار عبدالرحمن پتوال د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې د موخو، فعاليتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه پرزينټيشنونه وړاندي کړل.

باید یادونه وسي، چي هلمند پوهنتون تر دې وړاندي هم د محصلانو د هڅوني او وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه علمي او فرهنګي سیالۍ، علمي سیرونه او بېلابېل روزنیز پروګرامونه تنظیم کړي دي. د ادبي او فرهنګي بهير او (څراغ) ادبي جريدې رامنځته کول هم د همدې هڅو په دوام کي یو نوی ګام دئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS