.د اسلام له نظره متقابل احترام او د چاپلوسۍ عذاب په اړه علمي او اصلاحي سمینار وړاندي سو

د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مرکزي مسجد کي د ( متقابل احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپیر او د چاپلوسۍ عذاب د اسلام له نظره) تر عنوان لاندي یو علمي او اصلاحي سمینار وړاندي سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.
د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د سمینار په پیل کي وویل: اسلام د انسان د ژوند ټول اړخونه په ښکلي او عادلانه ډول منظم کړي دي.
هغه زیاته کړه، له هغو ارزښتونو څخه چي اسلام پرې ټینګار کړی، یو هم متقابل احترام دی. متقابل احترام دا دی چي د یو بل حقوق وپېژندل سي او په حق او عدالت ولاړ درناوی وسي.
نوموړي د رسول الله ﷺ د ارشاد په حواله وویل، چي مسلمان د مسلمان ورور دی، نه دي ظلم پر کوي، نه دي یې بې وسه پرېږدي او نه دي یې هم سپکوي.
ښاغلي ذاکر صاحب په خپلو خبرو کي ټینګار وکړ، چي اسلام چاپلوسي سخت منعه ګرځولې او چاپلوسي یې داسي عمل یاد کړ، چي یو څوک د بل د خوښۍ یا د دنیاوي ګټي لپاره داسي ستاینه وکړي، چي حقیقت ونه لري او یا په کښې مبالغه وکړي.
د سمینار په پای کي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د متقابل احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپیر څرګند کړ، چي په وینا یې متقابل احترام د صداقت او عدالت پر بنسټ ولاړ دی، چي مینه او ورورولي رامنځته کوي، خو چاپلوسي د دروغو او مبالغې پر بنسټ ده چي فساد، تکبر او منافقت زېږوي.