.د چاپېریالي اخلاقو تر سرلیک لاندي د عامه پوهاوي سمینار ترسره سو
نن د هلمند پوهنتون د ابوداوود سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کښې د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ د چاپېریالي اخلاقو تر سرلیک لاندي د عامه پوهاوي سمینار ترسره سو. دغه سمینار د بیولوژي څانګي د استاد پوهنیار عبدالباري هجران له لوري وړاندي سو، چي په کښې د هلمند پوهنتون استادانو او د پوهني، عامي روغتیا، چاپېریال ساتني او زراعت ریاستونو استازو ګډون کړی و.
په سمینار کي د چاپېریال تعریف، د اسلام له نظره پاکوالی، د چاپېریال ککړتیاوي او د هغوی اغېزې او د هر فرد او دخیلو ادارو مسؤلیتونو په اړه مهم مطالب وړاندي سول.
ښاغلي هجران په خپلو خبرو کي چاپېریال د انسان د ژوند د توازن او آرامۍ اصلي بستر وباله او وویل چي هوا، اوبه، خاوره او طبیعي سرچینې د انسان د وجود، روزګار او روغتیا سره مستقیم تړاوونه لري.
ښاغلي استاد د اسلام له نظره د پاکوالي او چاپېریال ساتني په اړه لارښووني بیان کړې. هغه د قرآن کریم او احادیثو هغه نصوص بیان کړل، چي په کښې پر پاکوالي ټینګار سوي او د ضرر رسولو، چټلتیا خپرولو او عامه ځایونو ککړولو څخه مسلمانان منع سوي دي. د هغه په وینا، چاپېریال ساتنه د هر فرد څرګنده اسلامي وجیبه ده.
وروسته ښاغلي هجران د چاپېریال د ککړتیاوو ډولونه په تفصیل سره بیان کړل. هغه وویل، چي د هوا، اوبو، خاوري، شورماشور او بیولوژیکي ککړتیاوي د انسان په صحت، خوراکي موادو، طبیعي منابعو او د ژوند پر عمومي کیفیت بد اغېزې کوي. د ککړتیاوو عملي بیلګي او د هغوی ممکنه عواقب هم تشریح کړل.
په پای کي استاد هجران پر حللارو او فردي مسؤلیتونو تفصیلي سپارښتني او وړاندیزونه بیان کړل. هغه وویل چي هر شخص کولای سي د خپل سلوک او ورځني عادتونو په اصلاح سره د چاپېریال ساتني په برخه کي مهم رول ولوبوي.
هغه د کثافاتو منظم مدیریت، د اوبو سپما، د شنو ساحو ساتنه او د ککړتیا مخنیوی هغه عملي ګامونه یاد کړل، چي باید ورته ځانګړې پاملرنه وسي. استاد ټینګار وکړ، چي د امارتي مسؤلینو تر څنګ، هغه ادارې چي د چاپېریال د پاکوالي او د ککړتیاوو د مخنیوي په برخه کي ځانګړي مسؤلیتونه لري، باید خپلي هڅي لا قوي کړي.
