د هلمند پوهنتون په نوښت د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې پرانيستنه وسوه.
نن د هلمند پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي په نوښت، د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې پرانيستنه وسوه. په دې مناسبت جوړه سوې غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلانو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست استازي ګډون کړی وو.
دغه غونډه د علامه بستي خطابي تالار کي تنظیم سوې وه، چي ويناوالو د هلمند پر ادبي تاريخ، د پښتو ژبي او ادب پر وده، د ادبیاتو پر فکري او فرهنګي ارزښت او د محصلانو د عملي روزني پر اهميت خبري وکړې. هغوی د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې پيل د محصلانو د ادبي، ليکنيزو او ويناوالۍ وړتياوو د پياوړتيا لپاره ارزښتناک نوښت وباله.
د دې پوهنتون رئيس محترم شيخ الحدیث والتفسیر مفتي شريف الله ابو احمد صاحب د دغه نوښت هرکلی وکړ او له مسئولينو څخه يې وغوښتل چي د محصلانو د عملي روزني او وړتياوو د پياوړتيا په برخه کي په اخلاص او ژمنتيا کار وکړي.
د علمي چارو مرستيال محترم الحاج مفتي صديق الله همت دغه بهير د تدريسي نصاب لپاره يو ډول عملي لابراتوار وباله. نوموړي څرګنده کړه، چي دغه بهير به محصلانو ته د خپلو ادبي، ليکنيزو او ويناوالۍ وړتياوو د څرګندولو او پياوړتيا ښه فرصت برابر کړ.
د محصلانو چارو مرستيال او د بهير مسئول حافظ سمیع الله ياسر د راتلونکو روزنيزو او ادبي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندي کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست استازي محترم مولوي حيات الله يوسف هم د دغه فرهنګي اقدام ملاتړ څرګند کړ. نوموړي د سیمي د ادب او فرهنګ د پرمختګ لپاره دا فعالیتونه مؤثر وبلل.
په همدې بهیر کي استاد پوهنمل حميدالله حميدي د ادبیاتو، ليکوالانو او شاعرانو پر ټولنيز مسئوليت رڼا واچوله.
د غونډي په پای کي پوهنمل نذير احمد رښتيني او نوماند پوهنیار عبدالرحمن پتوال د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې د موخو، فعاليتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه پرزينټيشنونه وړاندي کړل.
باید یادونه وسي، چي هلمند پوهنتون تر دې وړاندي هم د محصلانو د هڅوني او وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه علمي او فرهنګي سیالۍ، علمي سیرونه او بېلابېل روزنیز پروګرامونه تنظیم کړي دي. د ادبي او فرهنګي بهير او (څراغ) ادبي جريدې رامنځته کول هم د همدې هڅو په دوام کي یو نوی ګام دئ.
