.راغلي پلاوي د هلمند پوهنتون له رهبرۍ سره د محصلانو د لیلیې د بشپړولو په تړاو مهمه ناسته ترسره کړه
د هلمند پوهنتون د محصلانو د لیلیې د پاتي چارو د برآورد او بشپړولو په موخه، د مرکز کابل څخه راغلي پلاوي د یاد پوهنتون له رهبرۍ سره تفصیلي ناسته ترسره کړه.
په دغه پلاوي کي د لوړو زده کړو وزارت، اداره امور او انکشاف ملي ادارو استازو ګډون درلود.
پلاوي د پوهنتون له مسؤلینو سره د لیلیې د پاتي تخنیکي او تجهیزاتي چارو د ارزوني او اړتیا سنجۍ په تړاو هر اړخیز بحثونه وکړل.
د ناستي په پیل کي د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب، راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی له پاملرني او همکارۍ څخه مننه وکړه او د لیلیې د ژر تر ژره بشپړېدو اړتیا یې مهمه وبلله. نوموړي ټینګار وکړ چي د محصلانو لپاره د مناسبي استوګني برابرول د علمي بهیر د پیاوړتیا اساسي برخه ده.
وروسته دواړو لوریو د لیلیې د پاتي کارونو د دقیق برآورد، د اړتیا وړ تجهیزاتو د تثبیت او د راتلونکو اجراآتو په څرنګوالي مفصل بحث وکړ. د غونډي د معلوماتو له مخي به لومړی ټول تخنیکي موارد او اړین توکي په دقیقه توګه په ګوته سي او له اصولي مراحلو تر بشپړېدو وروسته به پروژه د قرارداد مرحلې ته وسپارل سي.
د یادوني وړ ده چي د هلمند پوهنتون لیلیه د شاوخوا ١٢٠٠ محصلینو د استوګني ظرفیت لري. د ودانۍ اساسي چاري ٨٥ سلنه بشپړي سوي دي او ټاکل سوې ده چي پاتي چاري به یې هم په نږدې راتلونکي کي بشپړي سي، څو محصلانو ته د مناسب او معیاري استوګنځي زمینه برابره سي.
